ایرلینډ د بنګله دیش لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د ایرلینډ او بنګله دیش لوبډلو تر منځ لوبه د ایرلینډ په بریا پای ته ورسیده. دغه لوبه کې ایرلینډ د بنګله دیش لوبډلې ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.

ایرلینډ لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره ډګر ساتنې پریکړه وکړه. بنګله دیش خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۸۹ منډې جوړې کړې.

د بنګله دیش لپاره سومیا سرکار په ۵۱ توپونو ۴۵ منډې جوړولو سره تر ټولو غوره توپ وهوونکی ثابت شو.

ایرلینډي توپ اچوونکي غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او سیالې لوبډلې ته يي د زیاتو منډو جوړولو اجازه ورنکړه. دغه لوبه کې موني او سورینسن درې درې ویکټې واخیستې.

موني خپل ۱۰ اورونو کې ۳۲ او سورینسن خپل ۹.۲ اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې.

د ایرلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړ او د بنګله دیش لوبډلې ته يي په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.

د بنګله دیش لپاره تیج الاسلام دوه ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچوونکی ثابت شو. نوموړی خپل ۸ اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د