افغانستان

د ملي اردو اته تنه عسکر د طالبانو په بریدونو کې او چاودنو کې وژل شوي دي

afghan_national_army_at_trainingنن ټکی اسیا : دهیواد په مختلفو سیمو کی د طالبانو دبریدونو او چاودنو کې د ملي اردو اته تنه عسکر مړه او اوه نور ټپيان شول.

نن د ملي دفاع د وزارت څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې وویل شول چي د تیرو ۲۴ ساعتونو په موده کې د هیواد په بیلا بیلو برخو او ولایتونو کې د مخالفینو د بریدونو او مایني چاودنو له کبله د ملي اردو ۸ تنه سرتیري ووژل شول، او اوه نور ټپيان شول.

خبرپاڼه زیاته وي، چي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ملي اردو عسکرو د خوست ، غزني، کندوز، هلمند، لوګر او کاپيۍا په ولایتونو کې پراخ عملیات تر سره کړې، چي په ترڅ کې ۳۴ تنه شکمن مخالفین نیول شوي دي.

او دفاع وزرات په دغه خبرپانه کې دعوه کړې چي د کندهار، کندز، او خوست په ولایتونو کې یو شمیر ماینونه او چاودېدونکي مواد هم نیولي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x