ورزش

سکاټلینډ له سخت مقاومت وروسته ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۳مه ۱۳۹۳ل): نن د سکاټلینډ او ویسټ انډیز لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ تمریناتي لوبه وه چې دغه لوبه کې سکاټلینډ له سخت مقاومت وروسته د ویسټ انډیز په وړاندې په ۳ منډو ماتې وخوړه.

ویسټ انډیز لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره توپ وهنې پریکړه وکړه. ویسټ انډیز لوبډلې ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۱۳ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره رامډین په ۸۶ توپونو ۸۸، سایمنس په ۴۷ توپونو ۵۵، سمیت په ۴۷ توپونو ۴۵ او براوو په ۷۲ توپونو ۴۳ منډې جوړې کړې.

د سکاټلینډ لوبډلې لپاره ایوانس درې او ډیوې دوه ویکټې اخیستلو سره ښه وځلیدل. ایوانس خپل ۱۰ اورونو کې ۶۳ او ډیوې خپل ۱۰ اورونو کې ۵۵ منډې ورکړې.

سکاټلینډ لوبډلې په ځوابي توپ وهنه کې ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۱۰ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي یوازې د درې منډو په توپیر وبایلله.

د سکاټلینډ لوبډلې لپاره سیوتزر په ۱۰۶ توپونو ۹۶، برینګټن په ۴۴ توپونو ۶۶ او کراس په ۳۱ توپونو ۳۹ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره روچ، رسل او بېن دوه دوه ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچونه وکړه. روچ خپل ۸ اورونو کې ۵۹، رسل خپل ۸ اورونو کې ۳۲ او بېن خپل ۱۰ اورونو کې ۴۷ منډې ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x