نړۍ

سعود الفيصل: اخوان المسلمين سره هيڅ ستونزه نه لرو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۳مه ۱۳۹۳ل:( د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير سعود الفيصل په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې اخوان المسلمين سره دوی هيڅ ستونزه نه لري او د دوی ستونزې يوازې، هغو خلکو سره ده، چې ځانونه د اخوان د مرشد په بيعت تړلي بولي.

يوې سعودۍ ژورناليستې سمر المقرن په خپله يوه مقاله کې، چې تېره ورځ د سعودي الجزيرة ورځپاڼې خپره کړې وه، ليکلي، چې د سعودي د بهرنيو چارو وزير سره يې دوه ساعته ليده کاته وکړل او د دغو دوو ساعتونو په ترڅ کې د ګڼو نورو پوښتونو په ترڅ کې د اخوان المسلمين په اړه وويل، چې دوی عامو اخوانيانو سره هېڅ ستونزه نه لري او د دوی يوازنۍ ستونزه له هغو اخوانيانو سره ده، چې په زغرده دا مني، چې دوی د اخوان د مرشد په بيعت کې دي.

مصر کې د منتخب ولسمشر دکتور محمد مرسي پر ضد له پوځي کودتا وروسته د سعودي پخواني پاچا عبدالله اخوان المسلمين ترهګر ګوند اعلان کړ او سعودي عربستان کې يې د اخوان په هر ډول فعاليتونو بنديز ولګاو.

سمر المقرن د سعود عربستان الجزيرة ورځپاڼې ته په خپله مقاله کې د سعودي د بهرنيو چارو وزير له قوله وايي، چې د دوی پاليسي دوستانو او دښمنانو سره په رښتونولۍ ولاړه ده او څرنګه، چې دوی خپلو دوستانو سره د زړه له تله رښتينې اړيکې غواړي، همدا رنګه خپلو دښمنانو سره هم رښتيني دي.

سمر المقرن وايي، له ډېره وخته په دې لټه کې وه، چې سعود الفيصل سره تفيصلي ځانګړې ليدنه وکړي، مګر له ډېرو هڅو او انتظار وروسته په خپله موخه کې بريالۍ شوه او د بهرنيو چارو وزير سره يې په ګڼو مسائلو خبرې اترې وکړې.

آغلې مقرن ليکي: سره له دې، چې سعود الفيصل په سختي او تريخ مزاج مشهور دی، مګر د ليدو پر مهال خلکو سره ډېر ښه تعامل کوي او د هرې خوږې ترخې خبرې ځواب په ډېرو ارامو دماغو ورکوي.

«د سعود الفيصل له څرګندونو او تعامله داسې ښکاريدل، چې له مخالفينو سره سوله او ښې اړيکې غواړي.»

د عربي چارو څارونکي وايي، چې د نوي پاچا سلمان بن عبدالعزيز واکمني به عربي نړۍ په ځانګړې توګه مصر سره اړيکو کې يو مخيز بدلون راشي او تر ټولو لويه نښه يې دا بلل کيږي، چې د پخواني پاچا عبدالله په جنازه کې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي او د اماراتو حاکمانو ګډون نه و کړی.

داسې هم ويل، چې ملک سلمان د خپل ناسکه ورور عبدالله پر خلاف دينداره سړی دی او هڅه کوي، چې رسمي ديني کړۍ ځانته نږدې کړي او عرب ليبرالان يې له ځانه لرې کړي او په همدې موخه يې د خپل لومړني شاهي فرمان له مخې د خالد التويجري په ګډون د ملک عبدالله څلورديش نږدې او باوري کسان له دندو ګوښه او پر ځای يې خپل باوري نږدې کسان وټاکل.
د سعودي د بهرنيو چارو وزير څرګندونې هم کېدای شي، چې د همدې کړۍ يوه برخه وي.

د سعودي د پاچاهانو عادت دا دی، چې د واک له تر لاسه کولو وروسته د هېواد سياست او ستراتيژي کې ډېر زيات بدلون راولي او ملک سلمان هم کېدای شي، د خپلو پخوانيو وروڼو په څېر د هېواد په کورني او بهرني سياست کې ژور بدلون راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x