fbpx

په نبوي سنتو کې علمي اعجاز-۵

د حامد افغان څېړنه

غوســــه او نبوي اعجاز

د غوسې ډولونه، اسباب او درجې

موږ چې د غوسې نوم واورو نو یوه تروشه، قهریدلې او لړزیدلې څیره مو مخته ودریږي او له هر ډول غوسې کرکه او نفرت راته القاء کړي، په دې نیت چې ښه او بد سره ګډ او خلط نه شي د غوسې د ډولونو او درجو په اړه یو څه تفصیل ضروري دی. باید ووایم چې د غوسې له ډولونو یوه یې ښه او ستایل شوې غوسه هم ده او له دې موږ بحث نه کوو زموږ مطلب یې هغه نور ډولونه دي، او غوسه دوه ځله ویشل شوې ده لومړي یې په دری قسمه ده او دویمه یې دوه قسمه ده، دا هم

د غوسې ډولونه

1_ښه غوسه

د حق او الله له پاره غوسه ښه ده او دا ستایل شوې غوسه بولي، کله چې د الله جل جلاله له منعه کړل شویو کارونو څوک نه دریږي یا هغه کارونه نه کوي چې الله امر پرې کړی ده؛ د دې له پاره غوسه ښه او که د چا وس وي ضروري او د ثواب کار ده، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د غوسې په اړه چې کوم حدیثونه راغلي دي له هغو نه هم دا ښه او محموده غوسه مراد ده، لکه د عائشي په روایت کې راغلي دي: رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپل لاس هیڅوک نه دي وهلي، نه ښځه او نه خادم او مزدور، مګر د الله په لاره کې د جهاد په مهال یې وهلي دي، که ده ته به چا کوم ضرر ورساوه له هغه یې هم غچ نه ده اخیستی خو که د الله د محرماتو مخالفت به کیدی بیا یې د الله د دین له پاره انتقام او غچ اخیستی. ما ضرب رسول الله صلى الله عليه وسلم شيئاً قط بيده ولا امرأة ولا خادماً إلا أن يجاهد في سبيل الله، وما نيل منه شيء قط فينتقم من صاحبه إلا أن ينتهك شيء من محارم الله فينتقم لله عز وجل . أخرجه مسلم في صحيحه كتاب الفضائل 4/ 1814، برقم: 2328.

2_بده غوسه

هغه غوسه بده او ناروا ده چې د ځان او باطل له پاره وي، او د غوسې د نارواوالي او ممانعت په اړه چې کوم حدیثونه او شرعي نصوص راغلي دي هلته دا بده غوسه مراد ده او دلته موږ بحث هم له دې غوسې نه کوو او اعجاز هم د همدې غوسې په اړه راغلیو نبوي حدیثو کې ده.

3_مباح غوسه

داسې غوسه چې په پایله کې یې د الله جل جلاله نافرماني رامنځته نه شي مباح ده، لکه چا ته غوسه شي او بیا مخ ورنه واړوي او غوسه وزغمي، امام ابن حبان -رحمه الله تعالى وایي-: غوسه او حلم دواړه فطري شیان دي، که څوک غوسه شي او همدا غوسه بیرته سړه کړي نو تر څو چې بدکار او بده خبره ونه کړي دا بده غوسه نه ده، خو که د چا له وسه کیږي دا ډول غوسه هم باید ونه کړي. روضة العقلاء 1/ 141.

داراز غوسه د انسان د ظاهري او باطني روحي حالت په لحاظ دوه ډوله ده، یوه ښکاره غوسه ده او بله زغمل شوې غوسه ده، دا دویم ډول یې د مومنانو د صفتونو په ترڅ کې قرانکریم په ” المکظوم ” یعني زغمل شوې غوسه سره یاده کړې ده: وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ﴾ [آل عمران: 134]. او هغه چې د غوسې زغمونکي وي، او خلکو ته بښنه کوونکي وي او الله له ښېګڼه کوونکو سره مینه کوي. دا دویم ډول غوسه الله جل جلاله ستایلې او ښه یې بللې ده، ابن كثير رحمه الله د دې ایت په تفسیر کې لیکي: د الکاظمین مطلب دا ده چې دوی په خلکو کې خپلې غوسه نه عملي کوي او خلک یې له شره خوندي وي په دې نیت چې الله یې اجر ورکړي. تفسير ابن كثير 1/ 535.

د غوسې اسباب او لاملونه

د غوسې اسباب او لاملونه خورا زیات دي او خلک هم په دې اړه توپیر سره لري، ځیني خلک په بابیزه خبره غوسه کیږي داراز که مختلفو روحي ناروغیو ته وګورو او د خلکو کورنيو او باندنیو ګڼ شمیر ستونزو ته نو د غوسې لاملونه پریمانه او بیخي زیات دي، دلته یې په ټولیزه توګه هغه لوی او عام اسباب را اخلم او له هغو نه یې فرعي لاملونه هم معلومیدلی شي.

1) غرور او پخپله رایه مینتوب، دا بدمرغه صفت اکثره د غوسې لامل ګرځي، د یو چا ټولنیز مقام، پوهه، نسب او شتمني د دې لامل کیږي چې هغه خپل نظر کره بولي، دا په هغه صورت کې چې له دین او نبوي اخلاقو سره مخلصانه اړیکه نه لري، نو غرور او پخپله رایه مینتوب یې اخیر د کبر لامل شي او دا ډول خلک ډېر غوسه کیږي او لکه چې ویل کیږي دا ډول خلک له خپله سره تیریږي خو له خپل نظر نه نه تیریږي. متاسفانه زموږ په ټولنه کې دا ډول سرټمبه او پخپل نظر مین یاران بیخي پریمانه دي، د بل د حق او کره نظر احترام په موږ کې بیخي کم او په نشت شمار دی. نسئل الله الصلاح والسلامة.

2) مراء او جدل، یعني داسې بحثونه چې د بحث کوونکو مطلب حق ثابتول نه وي بلکي یواځنۍ موخه یې ځان ثابتول، لوړول او پر مخالف غلبه او د هغه سپکاوی وي، دا ډول بحثونو کې د ژبي کنترول کمزوری وي، سپکو او ښکنځلو ته خبره ولاړه شي، نو ځکه د ګډونوالو د غوسې د رامنځته کیدلو شونتیا زیاته وي. زموږ ډېری بحثونه او مناظرې په دا ډول سرزوري، ځان ثابتولو او جدل ولاړي وي.

3) ټوکې او مزاح، په ظاهره او په پیل کې خو ټوکې د خوشالي او خندا لامل وي خو چې کله له حده زیاتي شي، اخلاقي نورمونه مات کړي او له شرعي پولو واوړي بیا همدا د خوشالي او خندا لامل د غوسې او غضب لامل وګرځي، ځیني ټوکماران ضرري او تعرضي ټوکې کوي داراز ځیني د ټوکو او ګپ وخت نه پیژني چې په دې حالت کې هغه د چا خبره ټوکه پټاکه شي او پایله یې پریږده پریږده ته ورسیږي،
ځکه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: تاسو هیڅکله د خپل ملګري کوم شی مه اخلئ، که په رښتیا وي او که په ټوکه وي. لا يأخذن أحدكم متاع صاحبه جادا ولا لاعبا. أخرجه أبو داود في سننه 2/ 719، برقم: 5003.

4) پوچي خبرې او ښکنځل. ښکنځل، پیغور او هر ډول سپکي او پوچي خبرې د غوسې لامل ګرځي، ځکه خو رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي: چا ته چې د نرمي برخه ورکړل شوې وي هغه ته د خیر برخه ورکړل شوې ده، او که څوک له نرمي نه محروم وي هغه له خیر نه محروم شوی دی، د قیامت په ورځ به د مومن په تله کې تر ټولو دروند شی ښه اخلاق وي، او الله له فاحش او ښکنځلمار نه کرکه کوي. من أعطي حظه من الرفق فقد أعطي حظه من الخير ومن حرم حظه من الرفق فقد حرم حظه من الخير، أثقل شيء في ميزان المؤمن يوم القيامة حسن الخلق وإن الله ليبغض الفاحش البذيء. أخرجه البخاري في الأدب المفرد. 1/ 164، برقم: 464.

5) غدر او د دنیا حرص، له چا سره غدر او خيانت د غوسې لامل ګرځي داراز د مال زیات حرص هم ډېر ځله د غوسې سبب کیږي، په حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله چې د قیامت په ورځ پخواني او وروستني ټول راجمعه شي د هر غدار له پاره به ځانګړی بیرغ پورته کړل شي او وبه ویل شي: دا د فلانکي د زوی فلانکي د غدر بیرغ ده. عن ابن عمر، قال: قال رسولُ الله صلی الله علیه وسلم: إذا جَمعَ اللهُ الأولين والآخرين يومَ القيامةِ، رُفِعَ لكل غادرٍ لواء، فقيل: هذه غَدْرةُ فلان بن فلان . رواه احمد.

د غوسې درجې

د غوسې نیولي کس د حالت په لحاظ غوسه په دری ډوله ده:

1. کمه غوسه: دا هغه حالت دی چې د غوسې د پیل کمې نښي ښکاره شي داسې چې لا یې عقل نه وي اغیزمن کړی او په خپل نیت، اراده او خبرو پوهیږي.

2. ډېره غوسه: دا هغه حالت دی چې غوسه وروستۍ درجې ته ورسیږي داسې چې پخپل نیت، اراده او خبرو نه پوهیږي.

3. منځنۍ درجه غوسه: دا د لوړو دوو حالتونو په منځ کې د غوسې هغه حالت دی چې د لیوني په څیر پوره له کنتروله نه یې وتلی خو عقل یې بیا هم پوره کار نه کوي. طلاق الغضبان لابن القيم 1/ 58.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د