افغانستان

افغانستان شپږ تنه د پيښور د برید په تور پاکستان ته سپارلي

نن ټکی آسیا: نن د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوا د افغانستان څخه مننه کړې چې هغه کسان یې ورته نیولې، کومو چې په پيښور کې په پوځي مکتب باندي د برید پلان جوړونه کې برخه اخیستې وه.

نوموړي په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې د پيښور د مکتب د برید د ۲۷ تنو مسؤولینو څخه ۱۲ تنه نیول شوي، ۹ تنه وژل شوي، او شپږ تنه لا ازاد ګرځي.

نوموړي وویل چې دغه ۲۷ تنه بریدګر او د برید پلان کونکي ټول پاکستانیان دي، او د تیر کال د دیسمبر میاشتي په ۱۶ نیټه یې د پاکستاني پوځ په یوه مکتب باندي برید وکړ، چې له کبله یې ۱۵۰ کسان ووژل شول.

د پاکستان د پوځ ویاند باجوا وویل چې د دغه برید شپږ تنه پلان جوړونکي د افغانستان له خوا نیول شوي، او پاکستان ته تسلیم شوي، چې له کبله یې دوی د افغانستان څخه مننه کوي، او په خاصه توګه د دواړو هیوادونو د ګډي پولي پر دواړو غاړو باندي د پاکستاني پوځ سره د ښه تعامل او همکاري له وجي هم مننه کوي.

نوموړي وویل چې دوی د شمالي وزیرستان په سیمه کې د افغانستان سره پر سرحد باندي تفتیشي عملیات وکړ، او زیات شمېر وسلوال یې نیولي، چې د هغو عسکري محکمې یې پیل کړي.

باید وویل شي چې د پاکستان طالبانو د پيښور په پوځي مکتب باندي د برید مسؤولیت منلی وو، او ویلي وه چې دوی دغه عملیات د پاکستان د پوځ څخه د انتقام په خاطر تر سره کړی کوم چې په وزیرستان کې په همدې توګه ماشومان، ښځي او ولسي وګړي شکنجه کوي، او وژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x