نړۍ

د سویډن پولیس د مسلمان ماشوم د وژلو په هڅه کې – ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د سویډن هیواد په ورځپاڼو کې د هغې ویډیو په اړه بحثونه تاوده شوي، چې پکې د دغه هیواد پولیس په نهه کلن مسلمان ماشوم باندي ظلم کوي او هڅه کوي چې هغه د شهادت ویلو ته پرې نه ږدي، او په ساه بندولو سره یې ژوند واخلي.

د تفصیلاتو سره سم دوه ماشومان چې په اصل کې د المغرب (مراکش) هیواد دي، عمرونه یې تر نهه کلونو نه دې اوښتي، د پولیسو له خوا نیول کیږي، او وروسته تر هغه چې پولیسو ته د هغوی د دین په اړه معلومات کیږي، د پولیس له سخت چلند سره مخ کیږي.

یاده ویډیو چې یوه لاروي په عام بازار کې د پولیسو او ماشومانو تر منځ ددې اخ او ډب څخه کړې، د سویډن د اسلامي ټولنو سخت غبرګون را پارولي او دغه کړنه یې یو عنصري عمل بللی.

په یاده ویډیو کې پولیس په داسي حال کې د ماشوم د خولې او پوزي نیولو هڅه کوي چې هغه د مرګ له ویري د شهادت کلمه وايي، او په دې عمل سره پولیس نور هم پاریږ، او بل ملګری یی د ماشوم د پښو د نیولو هڅه کوي.

د ولسي او مسلمانو ټولنو د کلک غبرګون وروسته د سویډن د پولیسو له خوا په یوه بیان کې ویل شوي چې دواړو ماشومانو غلا کوله او کله چې د پولیسو له لوري د هغوی د نیولو هڅه وشوه، نو دواړو مقاومت کاوه، خو د پولیسو د بیان په غبرګون ویل شوي چې نهه کلن ماشومانو سره داسي سخت چلند او د هغوی د تنفس مخه نیول او د پاسه باندي کښينستل په هیڅ توګه نه شي توجیه کیدای، او زیاته شوې چې پولیس د خپل عنصري او ناروا عمل د توجیه کولو لپاره ماشومان په غلا تورنوي.

باید وویل شي چې په فرانسه کې د چارلي ابدو توهیني مجلې په خلاف د دوو مسلمانو ځوانانو د عملیاتو وروسته په اروپا او امریکا کې د مسلمانانو په خلاف چلند سخت شوی چې له کبله يې په دغه هیوادونو کې مسلمانان خپل ځانونه خوندي نه بولي.

په دې وروستیو کې د امریکا په شمالي ایالت کیرولینا کې یو امریکايي ترهګر د یوې کورنۍ ۳ مسلمان غړي وژلي وه، او همداسي یو د فرانسې په پولیسو یو افغان ځوان تر سخت تعذیب وروسته وژلی و.

ویډیو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نجيب

ايا تاسې په سويډني پوهيږئ؟ نه هيځکله هم نه! نو چې داسې ده نو بيا چټياټ مه ليکۍ او مه يې خپروئ. دا ماشوم د چرسو او هيروينو د ډلې پلورونکی وي او همدراز يې ټکټ نه وو ادا کړی او پوليس يې د نيولو پسې گرځېدل. دا کس چې دا ماشوم يې د کونډو لاندې کړی پوليس نه دی بلکې يو مسلمان ساتوونکی دي چې دلته ورته Vakt وايي. نوموړي د خپل حد څخه اوښتی دا سمه ده چې نوموړي څوکيدار د ماشوم سره ظلم کړی دی خو نه دا اسلام او مسلمان خبره ده او نه هم د کلمې… نور لوستل »

احمد

قدرمن نجيب وروره تاسو چي کوم معلومات ليګلي ړي، د هغه منبع لطفا راسره شريکه کړئ. په هره ژبه چي وي. په خپله په ويډيو کي خو په هيڅ ژبه هم نه مکالمه سته او نه نور معلومات سته. نو که ستاسو معلومات صرف د ويډيو څخه اخيستل سوي وي، بيا خو کفايت نه کوي او ستاسو نيوکه پر ځای نه ده. که مو له بلې منبعې اخيستي وي نو بيا دا پوښتنه چي ايا ستاسو سوېډني زده ده، زما په فکر پر ځای نه ده. بله دا چي د ويډيو څخه علاوه که تاسو معلومات لرل نو بايد په… نور لوستل »

تواب

نجیب ! ستا غوژونه نشته هغه ماشوم دیر واضح کلمه شهادت وایی یا داسی ښکاری چه ته کلمه شهادت پیژنی نه نو ځکه دا چتیات او پرپره دی لیکلی او کوم الفاظ چی دی کارولی یا کوم سیکیولر او یا کمونست یی!!!!!!!!!!

abid

### لطفا په پښتو لیکل وکړئ، اداره

سنګین

نجیب سویدنی زده ده، کلمه به یی زده وی که نه خو سویدنی یی ډیره ښه زده ده. خو متصفانه چی سویدنی قانون څخه خبر نه دی چی یو چوکیدار هیڅ حق نلري چی یو ماشوم سره داسی وحشی چلند وکړي لکه په ویدیو کی چی لیدل کیږي. هر انسان د ځان د دفاع حق لري، خو یو ماشوم باندی کیناستل او د هغه خپک کولو حق د سویدن صدراعظم هم نلری دا خو لا یو چوکیدار دئ. دا عمل بلکل د غندلو دی.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x