افغانستان

چین غواړي د طالبانو او د ګډ حکومت تر منځ وساطت وکړي

نن ټکی آسیا: د چین د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې د خپل پاکستاني سیال سرتاج عزیز سره په یوه ګډ کانفرانس کې ویلي چې دوی حاضر دي د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د روغي جوړي په خبرو کې رول ولوبوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر چې دا وخت د اسلام اباد په سفر دی، وویل چې د افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو د وتلو وروسته اړینه ده چې په دغه هیواد کې د ټولو اړخونو په شمول د پخلایني او ثبات لپاره کار وشي.

نوموړي وویل چې د چین ولسمشر به سږ کال د پاکستان څخه لیدنه هم وکړي، او پاکستان څخه به د نوموړي لیدنه یو تاریخي حیثیت ولري.

باید وویل شي چې د اشرف غني او ډاکټر عبد الله په مشرۍ د ګډ حکومت د تشکېل وروسته اشرف غني لومړی سفر سعودي او بیا چین ته وکړ، او له هغه راهیسي داسي خبرونه ورکول کیږي چې چین اراده لري د افغانستان د ګډ حکومت او طالبانو تر منځ د روغي جوړي په خبرو کې مرسته وکړي، او ددواړو لورو تر منځ وساطت ته حاضره شي.
باید وویل شي چې داسي خبرونه هم ورکړه شوي چې د افغانستان د طالبانو د قطر د دفتر ځیني غړي چین ته تللي او هلته یې د افغانستان د قضیې په اړه د چیني چارواکو سره له نیژدو خبري کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
kadir mohmand

تا یک عسکر اشغالگر صلیبی در افغانستان باشد جنگ ادامه دارد !؟
و طالبان را قران و شریعت اجاره نداده که تجت اشغال سلطه کفر صلح با اداره دست نشانده صلیبی و غلام بجه ها نمایند .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x