افغانستان

د افغانستان په جنوب کې نن دوه بهرنیان عسکر په چاودنو کي ووژل شول

killed_in_zabul_blastنن ټکی آسیا: نن د افغانستان په جنوب کې د بهرنیو ځواکونو دوه سرتیري ووژل شول.

په کابل کي د ایساف مطبوعاتي دفتر په دوو جلا جلا خبرپاڼو کې دغه خبر ورکړ.

په لومړی خبرپاڼه کې وویل شول چي نن د یکشبنې په ورځ د افغانستان په جنوبي برخه کې د یوې چاودني له کبله د ایساف یو تن عسکر ووژل شو.

په یوه بله خبرپاڼه کې هم وویل شول، چي نن د افغانستان په جنوب کې یو عسکر په ورته پيښه کې ووژل شو.

په دواړو اعلامیو کې د وژل شویو عسکرو هویت او د پيښي دقیق ځای نه دی څرګند شوی.

د یادوني وړ ده چي په روانه میلادي میاشت اګست کې تر اوسه د بهرنیانو له خوا خپل د ۷۹ عسکرو وژل منل شوي دي.. چي د دغه شمیر څخه ۳۰ تنه یوازي په یوه پيښه کې وژل شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x