افغانستان

زابل: یوه سړي خپل دمیرمني او ماشومانو په ګډون د کورنۍ اوه غړي وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د زابل ولایت په مرکزي ښار کلات کې یوه کس خپل د کور اوه تنه غړي وژلي او د پولیسو سره د ډزو په تبادله کې خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ څخه خبر ورکړل شوی چې نن سهار وختي د دریو بجو په شاوخوا کې یوه کس خپل کور دننه په ماشومانو، ښځو او نارینه وو ډزي پیل کړي، چې په ترڅ کې خپل دوه وروڼه، خپل دوه ماشومان اولادونه، او درې ښځي چې یوه یې د قاتل میرمن او نوري د وژل شویو وروڼو میرمني وي، ووژل شوي.

د امنیه قومندانۍ د امنیت امر غلام جیلاني فراهي رسنیو ته ویلي چې دغه قاتل وروسته تر خپل جنایت غوښتل له سیمي وتښتي خو پولیس وتوانیدل چې هغه تعقیب کړي.

نوموړي وویل چې تښتیدلي قاتل پر پولیسو هم ډزي وکړې، چې له کبله یې د پولیسو به متقابلو ډزو کې نوموړی مرګونی ټپي شو، او په روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د سیمي اوسیدونکي وايي چې دغه قاتل نشيي وو، عصبي ناروغي يې لرله، خو لا معلومه نه ده چې ددې ستر جرم انګیزه یې څه وه.

باید وویل شي چې په هیواد کې د نشیه توکو د ریکارډ تولید تر څنګ په نشیي توکو د روږدو کسانو شمېر هم تر بل هر وخت زیات شوی، چې له کبله یې دې ته ورته بوږنونکي پيښي را منځته کیږي، او ورځ تر بلي یې شمېر زیاتیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x