ورزش

افغانستان خپل دوهمه تمریناتي لوبه کې اماراتو ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۴مه ۱۳۹۳ل): نن د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ یو ورځنۍ تمریناتي لوبه وه چې دغه لوبه د افغانستان په بریا پای ته ورسیده. افغانستان سیالې لوبډلې ته په ۱۴ منډو ماتې ورکړه.

افغانستان د لوبې پچې ګټلو سره توپ وهنې پریکړه وکړه. ملي لوبډلې ټاکل شوي پنځوس اورونو کې ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۰۸ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره توپ اچوونې په برخه کې سمیع الله شینواري په ۵۸ توپونو ۸۰، نجیب الله ځدران په ۳۹ توپونو ۴۶ او محمد نبي په ۳۰ توپونو ۳۰ منډې جوړې کړې. میرویس اشرف نننۍ لوبه کې په ۱۷ توپونو ۳۴ منډې جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

دغه لوبه کې د اماراتو لپاره امجد جاوید ۴، محمد نوید او کریشنا چندران دوه دوه ویکټې واخیستې. امجد جاوید خپل ۱۰ اورونو کې ۳۹، محمد نوید په ۱۰ اورونو ۷۸ او کریشنا چندران په ۹ اورونو کې ۴۲ منډې ورکړې.

اماراتو لوبډلې د ټاکل شوي هدف په تعقیب خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۹۴ منډې جوړې کړې. دغه لوبه کې خرم خان په ۷۰ توپونو ۸۶، کریشنا چندران په ۸۰ توپونو ۴۶ او برینګر په ۴۰ توپونو ۳۹ منډې جوړې کړې.

د توپ اچوونې په برخه کې د افغانستان لپاره افتاب عالم درې او محمد نبي دوه ویکټې اخیستلو سره ښه وځلیدل. افتاب عالم خپل ۶.۳ اورونو کې ۴۳ او محمد نبي خپل ۱۰ اورونو کې ۴۳ منډې ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x