
پيښور: امام بارګاه کې دننه د جګړې په ترڅ کې تر اویا زیات کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د پيښور ښار د حیات اباد په سیمه کې نامعلومو وسلوالو د شیعه ګانو په عبادت خانې (امام بارګاه) باندي وسلوال برید کړی، چې په ترڅ کې د چارواکو په وینا لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي، او تر ۵۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا دغه امام بارګاه چې د حیات په فیز ۵ کې موقعیت لري، نن د جمعې د لمانځه پر وخت وسلوال ور ننوتلي، او په عبادت کونکو یې ډزي پیل کړي.
د سیمي څخه عیني شاهدینو رسنیو ته ویلي چې د درنو ډزو تر څنګ یې لږ تر لږه د درو غټو چاودنو غږ هم اوریدلی، او په سیمه کې فضا دودونه نیولې.
بل خوا د پاکستاني رسنیو په وینا د پاکستان د طالبانو تحریک په یوه بریښنايي پيغام کې ددې برید مسؤولیت منلی.
دا پيښه دوه اونۍ وروسته تر یوې بلي خونړۍ پيښي را منځته شوي، کومه چې د پاکستان په بل ښار شکارپور کې د شیعه ګانو په عبادت خانې (امام بارګاه) کې را منځته شوې وه، او لږ تر لږه ۶۰ کسان په کښي وژل شوي وه.
د شیعه ګانو د علماو کونسل متحده مجلس وحدة المسلمین ددې پيښي غندنه کړې، او ۳ ورځي ماتم یې اعلان کړی.
بل خوا د پاکستان اکثرو سیاسي ګوندونو د پيښي په غندنه کې خپل بیانونه جاري کړي دي.
که څه هم جګړه پای ته رسیدلې، خو امنیتي ځواکونه اوس هم په سیمه کې ګښت کوی، او سخته تالاشي یې پیل کړې، تر څو د بریدګرو سره کومک کونکي یا د هغوی نور ملګري ومومي.
په داسي حال کې چې امنیتي ځواکونو ویلي د برید ګرو شمېر درې کسان وه، چي یوه یې په امام بارګاه کې دننه ځانته چاودنه ورکړې، او دوه کسان یې نور په جګړه کې وژل شوي، خو د سیمي څخه عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې درې کسه بریدګر نور هم وه، او هغوی په تیښته بریالي شوي دي.
ځینو عیني شاهدانو ویلي چې د برید په مهال په امام بارګاه کې تر ۸۰۰ زیات کسان موجود وه.
دا پيښه په داسي وخت کې را منځته کیږي چې د پاکستان فوځي او سیاسي ادارې وايي چې دوی د تروریزم سره د مقابلې لپاره ایکشن پلان ترتیب کړی، او دوی په لویو ښارونو کې د وسلوالو مخالفینو په خلاف پراخ عملیات پیل کړي، خو داسي ښکاري چې د پاکستان تحریک طالبان او نوروي وسلوالي ډلي اوس هم کولای سي چې د پاکستان په لویو ښارونو کې خپل اهداف په نښه کړي.