افغانستان

په زابل کی پرولایتي بیا رغوني یا پی ارټي باندي ډلیز بریدونه ترسره شول

blast_scan_afghanistanچارواکی وایی څلور بریدکونکی چی په وسلواوچاودیدونکو توکوسمبال وه دیک شنبي په ورځ څلورنیمي بجي غوښتل دولایتي بیا رغوني پی ارټي اودولایت مقام ودانیوته ننوزي چی دامنیتي ځواکونو لخوا یی مخه ونیول شول.

دزابل امنیه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شیرزاد وایی لمړي برید دولایتي بیا رغوني یاپی ارټي پرلمړي امنیتي برج دموټرپه واسطه ترسره شو.

نوموړي زیاتوی دوهم برید هم پرپی ارټي ترسره شوی دی چی په خبره یی کوم ځاني زیان نلري.

شیرزاد وایی یوبرید کونکی نیول شوی اویوبل په تیښته بریالی شوی دی .

امنیه قوماندان وایی پدغه بریدونو کی یوه ښځه ټپی شوی ده .

خودزابل دعامی روغتیا چارواکی وایی چی روغتون ته دپیښه له ځای څلور تپیان وروړل شوی دی چی یوه یی ښځه ده .

ددغه بریدونومسؤلیت طالبانو پرغاړه اخیستي دی .

دطالبانو ویاند قاری یوسف احمدی وایی پدغه بریدونو کی یی ۱۳ بهرني او۶ کورني سرتیري وژلی اودولایت اوپی ارټي ودانیوته زیان اړلی دی .

خوامنیتي چارواکی داخبره نه منی .

دیادوني وړده چی پرپی ارټي باندي لمړي چاودني چی دمازدا موټر په واسطه ترسره شوه  نژدی کورونه ډیر زیانمن کړی دی .

دسیمه یوشمیر اوسیدونکی وایی چی دلنډوکورنوښیښی ټولی ماتي شوی دی .داپداسی حال کی دی چی تیره ورځ په هلمند ولایت کی هم دکابل بانک مخي ته داډول چاودنه وشوه . .

احمد ولی سرحدی – زابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x