افغانستان

پرویز مشرف: اشرف غني په افغانستان کې د پاکستان ګټي تضمینوي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف د انډیپنډنټ ورځپاني سره په مرکه کې ویلي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په پرتله اشرف غني د پاکستان لپاره ډیر کار کولای شي، او په افغانستان او سیمه کې د پاکستان ګټي تضمینولای شي.

نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د ګډ حکومت د جوړیدو وروسته پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني راتګ دا ثابته کړه چې اشرف غني د هندوستان پر ځای د پاکستان سره ښه تعلقات غواړي، او پاکستان هم باید له نوموړي سره تر اخیري حده کومک وکړي، تر څو په سیمه کې امن راشي.

پرویز مشرف ویلي چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان پر ضد کار کاوه، او د هندوستان په ملاتړ یې پاکستان او د پاکستان ګټو ته زیان رساوه، چې له کبله یې پاکستان هم دې ته اړ وه چې د حامد کرزي د حکومت په ضد ګامونه اوچت کړي.

نوموړي ویلي چې پاکستان او هندوستان باید په افغانستان کې خپله پروکسي (نیابتي) جګړه بس کړي، ځکه چې د دواړو هیوادونو تر منځ جګړه د سیمي په ګټه نه ده.

پاکستان ته د پوځي روزنې لپاره د افغاني افسرانو لیږلو په اړه نوموړي خوښي څرګنده کړې، او زیاته کړې یې ده چې په کال ۲۰۱۰ کې هم پاکستان د افغانستان څخه غوښتنه وکړه، تر څو پاکستان ته خپل پوځي افسران د پوځي روزنې لپاره ولیږي، خو د حامد کرزي ادارې دا غوښتنه رد کړه، او د پاکستان څخه یې لومړی د بشپړي همکارۍ غوښتنه وکړه او پر دې سربیره یې خپل پوځي افسران هندوستان ته ولیږل، چې زمونږ په ګمان هلته ورته د پاکستان ضد درس ورکول کیږي، او دغه افسران بیا وروسته د پاکستان پر ضد کارول کیږي.

نوموړي زیاته کړې چې د اشرف غني له خوا پاکستان ته د روزنې لپاره د پوځي افسرانو را لیږل یو ښه او مثبت ګام دی، چې پاکستان یې خپل په ګټه بولي، او همداسي په نورو پوځي او سیاسي برخو کې د دواړو هیوادونو تر منځ نږدیکت د سیمي لپاره ښه زیری لري.

پرویز مشرف دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تیره ورځ د پاکستان د پوځ ویاند «عاصم باجوا» وویل چې افغانستان دوی ته د پيښور د پوځي مکتب د پيښي ۶ تنه مسؤولین سپارلي، او همدا راز په دې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له خولي خبرورکړل شو چې د افغانستان په خاوره کې پاکستاني ځواکونو د افغان او ناټو ځواکونو تر څنګ د پاکستاني طالبانو په مرکزونو عملیات کړي، خو د افغانستان حکومت دغسي خبرونه بې بنسټه بللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
kadir mohmand

ما پشتونها با ایمان مسلمان در شکم مادر تعلیمات عسکری نظامی را آموخته ایم و حالا مثال اش چند طالب مومن ما۵۰ کشور صلیبی را شکست داده اند !؟
مردانگی شهامت غیرت عزت شرف را غلام بچه ها اشرف غنی کواسه بهرام جت و ائتلاف شمال شورای نظار از ما پشتونها با ایمان مسلمان یاد بگیرند نه از صلیبی ها و غلام بچه هایشان !!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x