افغانستان

کابل: د ده سبز په ولسوالۍ کې سرښندونکی برید شوی

blast_in_kabulنن ټکی آسیا: د کابل ولایت د ده سبز په ولسوالۍ کې سرښندونکی برید شوی چي چارواکي يې په اړه ادعا کوي چي هیڅ زیان په کښي نه دی رسیدلی، او یوازي خپله بریدګر له منځته تللی.

پیښه د د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ اړوند د بریکاب سره نیژدې د کابل او بګرام پر لویه لاره منځته راغلې.

د کورنیو د چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي چي نن سهار یو تن سرښندونکی چي په سرف ډوله موټر کې سپور و،

او غوښتل يې چي د بګرام په لور ولاړ شي، خو په یاده سیمه کې پرې موټر وچاودېد.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي نن سهار یو طالب چي امیر الله نومیده، او د یو لینډ کروزر په واسطه چي په ۷۵۰ کیلو ګرامه چاودېدونکو موادو بار وو، د ده سبز په ولسوالۍ کې د امریکا د استخباراتي ادارې د کارکونکو پر موټرونو برید تر سره کړ، چي په ترڅ کې ۱۲ کارکونکي مړه او یو شمیر نور ټپیان شول، او پر دې سربیره د ۲ موټر ویجاړ او یو زیانمن شو.

د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر ویلي چي دوی د پيښي خبر لري، خو د چاودني په وخت کې هلته په سیمه کې بهرنی عسکر نه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x