نړۍ

اشتون کارتر په رسمي ډول د امریکا وزیر دفاع مقرر شو

نن ټکی آسیا: د امریکا د کانګریس غړو په اکثریت سره اشتون کارتر د امریکا د وزیر دفاع په توګه منلی.

نوموړی چې د پخواني وزیر دفاغ چاک هیګل پر ځای وزارت دفاع ته د اوباما له خوا نومول شوی وو، نن د امریکا د کانګریس له خوا هم د وزیر په توګه ومنل شو.

باید وویل شي چې نوموړی د چاک هیګل پر ځای باندي د وزارت دفاع لپاره وروسته تر هغه ونومول شو، کله چې داسي ګنګوسي خپرې شوې چې د اوباما د ادارې او پخواني وزیر دفاع تر منځ د عراق او نورو سیمو د مسایلو په اړه د نظر اختلاف وجود لري، او چاک هیګل په ځینو مناسبتونو کې د امریکا د واکمني ادارې د نظر خلاف څرګندوني کړی وي، چې له کبله یې نوموړی د اوسنۍ کړکیچني مرحلې لپاره مناسب نه وو بلل شوی، او ویل کیږي چې اوباما د هغه څخه د استعفا غوښتنه کړې وه.

اشتون کارتر په داسي وخت کې پر دغه مهم منصب باندي ګمارل کیږي، په کوم وخت کې چې امریکا په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په ضد د نړیوال ایتلاف مشري په غاړه لري، او په دې وروستیو کې د ځمکني جګړې د پیل خبري کیږي.

اشتون کارتر په اړه ویل کیږي چې د دې مرحلې لپاره مناسب سړی دی، او هغه به د امریکا جګړې تر پخواني وزیر دفاع په ښه توګه پر مخ بوزي، نوموړی ددې تر مخه هم په وزارت دفاع کې مهم پوستونه اشغال کړي، خو داچي نوموړی به ددې مرحلې لپاره مناسب وي او کنه، دا به په راتلونکی وخت کې معلومه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x