نظــر

له ښوونځي نه تر بګرامه! – دولسمه برخه

رحیم بریال

په تور زندان کې مې پوره یوه میاشت تېره شوه. هره شپه به موهمدا حال و، په وروستیو کې له دې هرڅه سره بلد شوی وم، خو تر ټولو بد شی چې په اعصابو یې ډېر بد اغېز راباندې پرېښی وو، هغه دا و چې په لویو لویو لوډسپیکرونو کې به یې د وحشي حیواناتو د اوازونو ترڅنګ امریکایي میوزیک او سندرې په لوړ غږ غږولې،چې له وجې یې زه له سختې ذهني ناراحتۍسره مخ شوی وم.

په دوو شپو کې به یو ځل تحقیقاتو ته بیول کیدم ،هرځل به یې په ساعتونو ساعتونو په ولاړه تحقیقات رانه کول ،په پوښتنو کې به یې دومره زیات توند چلند کاوه، چې هر ځل به مې ویل چې نن ورځ خو به خامخا له وهلو ډبولو سره مخ کیږم خو نه؛ تراوسه یې نه کومه لښته او څپیړه راکړي او نه کومه لغته ،تل به یې غصه کوله ،خو د جسمي شکنجو پر ځای یې په دې تور زندان کې ذهني شکنجې راکولې یعنې خوب ته نه پریښودل ،په سخت ویروونکي حالت کې ساتل او تکه توره تیاره، دا ټول هغه څه وو، چې زه پوره یوه میاشت ورسره لاس و ګریوان وم.

وروسته له یوې میاشتې یې په بله خوا یووړم ،موټر ته یې پورته کړم، سترګې لاسونه ،پښې او غوږونه مې دپخوا په شان بند ساتل شوي وو،په کږ وږو پخو سړکونو مې یو څه مزل وکړ له نږدې نیم ساعت انتظاره وروسته مو موټر په یو ځای کې ودرید ،په ټوله لار مې د سترګو په کونجونو کې اخوا دیخوا لار څارله ،ځای ځای طیارې ولاړې وې ،ښایسته ښایسته د لرګیو ودانۍ جوړې شوي وې،او یو نیم خو مې پاخه بلډینګونه هم ترسترګو شول.

لیکوال رحیم بریال، د بګرام پخوانی زنداني
لیکوال رحیم بریال، د بګرام پخوانی زنداني

ښکلی تک ژیړ لمر په کایناتو خپور و ،ځمکې او اسمان پخپلو کې هر وخت دمینې سندرې زمزمه کولې خو ما خوارکي پوره یوه میاشت نه لمر په سترګو لیدلی و او نه مې د خدای دا پراخه شینکی اسمان!
لمر خو لا څه چې نه مې رڼا په سترګو لیدلي وه او نه مې د ځمکې خړ ډاګونه ،په سپیره تک تور ربړین فرش باندې به لټ په لټ واوښتم.

له موټره ښکته شوم ،دوو عسکرو په لاسونو کې نیولی په یوه دروازه ور دننه کړم،په دهلیزونو کې یې یوې او بلې خوا تاو راتاو کړم بالاخره په یوه څوکۍکیناستم ،له څو دقیقو وروسته له یوه ژباړن سره ښځینه ډاکټره راغله زما د حال پوښتنه یې وکړه په خوله کې یې د معایناتو آله راکړه ، د رګ وینه یې واخیسته یوې تلې ته یې پورته کړم ،ډاکترې آه وکړ یو څه یې وویل ،ژباړن وویل چې ولې؟ وزن دې بیخي له لاسه ورکړی !

ایا تا په دې څو ورځو کې بیخي څه خوړلي نه دي ؟

ما وویل چې هو دومره څه مې خوړلې څومره مې چې زړه ته کیدل!

امریکایی ډاکټرې مې پخپل سر له سترګو عینکې لرې کړې او زما د سترګو په معایناتو بوخته شوه ،سترګې مې بیخې په مخ کې ننوتې وې ،دکمپیوټري تلې شمېره مې لیده چې وزن مې دیرشو کیلو ته راټیت شوی و ،فشار مې هم خدای خبر په څو کې و ،سیروم یې راته ولګاوه او د څو ورځو لپاره یې ګولۍاو اینشور شیدې راته منظورې کړې، هرماښام به مې کوټې ته ډکټر راتلو یوه ،دوه ګولۍاو یو ډبی شیدې به یې راوړې ترهغې به نه تلو تر څو به مې چې دده پر وړاندې دا هرڅه خوړلي نه و، دده په وینا به مې خوله وازه کړه وبه یې لیدل چې ګولی مې په خوله کې د پټولو پرځای تر ستونې تیره کړه نو بای بای به یې وویل رخصت به شو.

په دې تیرو پنځوسو ورځو کې مې هغه څوګ چې بد نه راباندې لګیده یو ډاکټر و چې د انسان په څېر یې معامله راسره کوله، نور ټول پوځي عسکر راته د انسان په جامه کې وحشي ځناور ښکاریدل چې سخته کرکه مې ترې کوله.

(ISO)کوټه قلفي

له کلینیک څخه رخصت شوم ، یو څه مې جسمې وضیعت ښه شوی و ،په موټر کې کینول شوم ،بیا هم له یو څه مزله وروسته له موټره ښکته شوم په پټو سترګو یوې کوټې ته واچول شوم ،پیردار عسکر دروازه ټینګه بنده کړه،لاسونه او پښې مې د پخوا په شان په وړوکي کړکۍکې وربهر کړل او زولنې مې پرانستل شوې، خو کله مې چې غوږونه او ستر ګې خلاصې کړې له یوه نا اشنا حالت سره مخ شوم ،سبحان الله!

خدایه دا څه وینم ؟! حیران شوم ،مخامخ مې په کوټه کې په یوه داسې څه سترګې ولګیدې چې ان دا لس کاله مې یو ځای ورسره تیر کړي و ، په ولاړه په ناسته زما مشغولا وه ،هغه څه چې زما په وینه کې ګډ شوی و، زما مینه وه زما معشوقه وه ،زما راحت و زما د زړه سکون و او زما د سترګو یخوالی و!!

په ټول ژوند کې به مې داسې خوشالي نه وي لیدلي ،که څوکله مانه په ژوند کې ترټولې د ښې خاطرې په اړه وپوښتي نو بې له شکه چې ځواب مې دا وي چې تر ټولو عجیبه حیرانوونکېاو خوشحالوونکېخاطره مې همدا وه کوم چې زه په ایسو (کوټه قلفي) کې وروسته له پنځوسو ورځو مخامخ شوم ،ولې به نه وي چې هغه لوی او عظیم د کایناتو د مالک کتاب (قران عظیم الشان) مې د سترګو پر وړاندې ایښی و چې د ماشومتوب او ځوانی ورځې مې ددې په ګردن کې تیرې کړي وې، د ژمي په اوږدو شپو کې به مې خواږه خوب او ګرمې کمبلې ته لغته ورکړه او د قران په تلاوت کې به مشغول شوم ،که هرڅو به خوب راباندې زورور شو خو بیا هم په زنګیدو زنګیدو مې له خپلې معشوقې سره یکي تنها یارې پالل !

که څه هم دا دکالونو معشوقه مې ایلا پنځوس ورځې په سترګو نه وه لیدلې خو ماته داسې ښکاریده چې یوه اوږده زمانه مې له سترګو غیبه شوي!

ددې معشوقې دمینې انداز هغه څوکدرک کولای او احساسولی شي چاچې زما په شان یویو ایت لکه د تسپو ددانو په شان پېيلی وي او بیا یې پخپل ذهن کې ثبت کړي

ما تردې مهاله دقرانکریم اوویشت سیپارې یادې کړې وې او پاتې دریو سیپارو لپاره مې نصیب په زندان کې لیکل شوی و.

قران مې راواخیست ،څټ په مخ مې ښکل کړ،له اوښکو ډکې سترګې مې پرې وموښلې او په زړه او سینه پورې مې کلک کړ،له خوشالی نه مې دومره زیات وژړل چې ګریوان مې ټول لوند خیشت شو،الله ته په سجده پریوتم ومې ویل چې :

یاالله ! ډیر شکر چې په زندان کې مې ستا په کلام سترګې یخې شوې!

په داسې ځای کې چې زما هیڅ تمه او امید نه و!

داسې ځای کې ، چې شاوخوا ستا ددین او قران دوښمنانو په ولکه کې یم ،اې الله دا ستا مهرباني او ستره لورینه ده،زه درنه راضي خو چې ته مې له خپلې رضا محروم نکړې!

سر مې را پورته کړو اوښکې مې پاکې کړې ومې ویل چې که ترعمره هم بندي وم پروا یې نشته خو چې دا کتاب مې په لاسونو کې وي او بس.

اوس په دې فکر کې یم چې کاشکې زما د کورنۍغړي خبر شي چې زما په لاسونو کې قران دی او په تلاوت باندې بوخت یم .

څومره به خوشاله شي؟ ایا دا به دوی ومني چې په امریکایي زندان کې دننه بندیان او د قران د تلاوت ازاد دی؟!

خدای خبر چې دوی به یې ومني، ځکه دوی ته خو دا درک هم نه لګیږي چې زه چیرته یم ، مړیم که ژوندی یم ،تراوسه خو ماته هم دادرک نشته چې په کوم زندان کې یم یواځې په دې پوهیږم چې دا یو امریکایي زندان دی چې ساتونکې یې امریکایي فوځیان دي او اوس په یوه بنده کوټه کې ساتل کیږم.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

سلامونه ليكوال صيب: ستا دزندان كيسه داولي برخي نه تر اخري برخي بوري تعقيب كري او تعقيبوم يي دير خكلي او زره بوكوونكي داستان دي الله دي تاته ستا دتكليفونو اجرونه به دنيا او اخرت كي دركري, خو يوه وره غوندي ملاحظه درته كووم جي بدي برخه كي دقران كريم به حق كي دمعشوقي لفظ كارول شوي, او دا ماته غير مناسب خكاري, اميد دي جي به بل لفظ بدل شي او اصلاح شي, اميد دي جي خاطر دروند نه كري…

رحیم بریال

وعلیکم السلام!
حنیف صیب په ګوتو مو برکت شه، ستاسو په نیوکه خوښ شوم، ما په وار وار ویلي دي چې زه له لیکوالی سره پوره بلدتیا نه لرم ځکه خو دخپلې لیکنې له خپرولو وړاندې یوڅو ملګرو ته داصلاح لپاره همدا کیسه ورلیږم خو کله چې ددوی لخوا کوم څه وانه ورم نو ډاډه شم، زه خو څه ستونزه پکې نه وینم بیا هم هیله کوم تاسو یې باید متبادل لفظ راپه ګوته کړی دا به مو ستره لوریینه وي!
منندوی مو یم.

نا پيژاند

الله داستا فشان قوی ایمان والا زوانان راته تردیره زون دی لر اوالله نوربندیان فخیراوعافیت سره خفلوکوروته راولی

حق جو

دا د عشق توری کارول کوم مشکل نلري عشق په عربي کې محبت ته وایي او تولو شاعرانو او لیکوالانو له الله سره عشق له پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم سره عشق او له قران سره عشق داسې مطالب ذکر کړي دی مګر حکمتیار صاحب آبل کال په یوه لیکنه کې وویل چې عشق کارول په دغسې ځایونو کې سم نه دي، مطلب داچې دا کومه پخه خبره نه ده د حکمتیار صاحب له تفرداتو څخه ده کوم بل کتابي اصل نلري او که نه اوس به حنیف صاحب ذکر کړی وای

محمد ياسر

اسلام عليكم ، محترم قاري صاحب ستاه دغه نه هيردونكي قصه له اول نه تردي برخي پوري ما تعقيب کړیده الله(ج) دي تا او ټولو هغو بنديا نو ته ددغي زلمونو اجرونه در کړې، ددوعا څخه مو مه هيروه وسلام …

حنيف

الله دي اجرونه دركري بريال صيب, دير لفظونه دي زيني تا هم ليكلي لكه: زما راحت, زما د زړه سکون, زما د سترګو یخوالی…. او داسي نور لكه: زما دزره آرام, زما د زره قرار, زما دمحبوب كلام زما دستركو تور…. او ما زكه دا يادونه وكره جي تاسو معشوقه ليكلي وه, معشوقه دمؤنث لفظ دي او خلك يي عادة داشخاصو او خزو لباره استعمالوي, كه دبل سه لباره يي هم استعمال كري بروا نه كوي, خو دلته درب العالمين دكلام به حق كي استعمال شوي وه, (ليس كمثله شيء) نو ماته يي زكه جنداني خوند رانكر… به اخر كي… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x