نړۍ

ايران افغان او عراقي شيعه ګان سوريې ته د جګړې لپاره لېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۵مه ۱۳۹۳ل):ايران شيعه وسله وال له عراق او افغانستانه ورغواړي او د پاسداران انقلاب له نظامي روزنې وروسته يې سوريې ته د اسد په ملاتړ جګړې ته لېږي.

عربي رسنۍ خبر ورکوي، چې ايران له افغانستان او عراقه شيعه وسله وال سوريې ته د اسد په ملاتړ د جګړې لپاره لېږي.
د بشارالاسد د مخالفو وسله والو يو مشر احمد رمضان «ارم نيوز» ته ويلي، چې دوی باوري معلومات تر لاسه کړي، چې ايران سوريې ته د شيعه وسله والو د لېږلو په موخه يو هوايي پل جوړ کړی او خلک پرې لاذقيه سيمې ته اړوي، هلته ايراني ځواکونه نظامي روزنه ورکوي او له هغې وروسته د سوريې حلب، درعا او نورو سويلي سيمو کې د اسد په ملاتړ د سني جهادي ډلو پر ضد جنګيږي.

احمد رمضان زياتوي، چې د دغه شيعه وسله والو ډلګۍ «فاطميين» نوميږي او د سوريې په سويل، دمشق، حلب او ګڼو نورو ځايونو کې جنګېږي او په تېرو لنډو ورځو کې دوی څلور ايراني عسکر هم نيولي، چې سوريې ته د شيعه ملېشو د روزنې او جګړې په موخه راغلي وو.

«د دغو وسله والو ډېری يې عراقي او افغان شيعه ګان دي، چې ايراني چارواکي يې د اسد نظام او حزب الله ملېشو د ژغورنې په موخه د جګړې ډګر ته لېږي.»

د سوريې د ملي ايتلاف غړی احمد رمضان وايي، چې د اسد په ملاتړ جنګيدونکي وسله والو اتيا سلنه بهرني شيعه ګان دي.
احمد رمضان پر افغان حکومت غږ کړی، چې هزاره سيمو کې دې د ايراني مداخلو مخنيوی وکړي او د هغو شيعه وسله والو مخه دې ونيسي، چې سوريې ته د اسد په ملاتړ جګړو ته د څو پيسو لپاره ځي او د پرديو ګټو لپاره وژل کيږي.

راپور کې راغلي، چې ايراني عسکر او حزب الله ملېشې د جګړې ډګر ته افغان او عراقي شيعه ګان لېږي او دوی يې د هوان او توغنديو په واسطه مرسته کوي.

ارم نيوز زياتوي، چې شاوخوا څلور زره بهرنۍ شيعه ملېشې سوريه کې د اسد په ملاتړ جنګېږي او د اسد رژيم مخالف وسله ايتلاف وايي، چې په دې وروستيو کې يې ايراني عسکرو او حزب الله ملېشو سره له سختو خونړيو جګړو وروسته عدس، درعا او ګڼې نورې سيمې ونيولې، چې له ډېرې مودې د شيعه وسله والو په لاس کې وې.

القاعده جهادي ډلې پورې تړلې «النصرة» او نورو پلويانو يې د تېرو څو اونيو په ترڅ کې د سوريې جنوب کې ګڼې سيمې نيولې دي.
تر دې وړاندې امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال په خپل راپور کې ويلي و، چې ايراني امنيتي چارواکي ايران ميشي افغانان سوريې ته د اسد رژيم د ملاتړ په موخه د جګړې ډګر ته لېږي.

په راپور کې راغلي و، چې ايران دغو افغانانو ته د مياشتې پنځه سوه امريکايي ډالر ورکوي او ايران کې د دايمي استوګنې او روغتيايي اسانتياوو ډاډ ورکوي.

وال سټريټ ژورنال د ايران قم ښار کې له اوسيدونکي افغان شعيه مذهبی عالم “ايت الله کابلي” له قوله ليکلي، چې دوی ايران مېشتي افغانان سوريه کې د جګړو لپاره هڅوي.

وال سټريټ ژورنال د ايت الله کابلي له قوله وايي، چې دوی داسې غريبو افغانانو پسې ګرځي، چې شام کې د بشارالاسد په ملاتړ د هغه مخالفينو سره د جګړې په اوله ليکه کې وجنګيږي. په دغه صورت کې به نوموړو جګړه مارو ته ايران کې د ژوند، صحت او تعليم ټولو اسانتياوو تر څنګ د مياشتې پنځه سوه امريکايي ډالر هم ورکول کيږي.

د کارپوهانو په وينا ايراني چارواکي افغانان ځکه سوريې کې د جګړو لپاره هڅوي، تر څو دغه هيواد کې د ايران پلوې حزب الله ډلې او شامي ملېشو د مرګ ژوبلې کچه راکمه شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close