نړۍ

اردګان په کیوبا کې لومړنی جامع مسجد جوړوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان په دې وروستیو کې د کیوبا د رسمي چارواکو څخه غوښتنه کړې، ترڅو په دغه هیواد کې د لومړي ځل لپاره د جامع مسجد جوړ کړي.

اردګان چې په دې وروستیو کې د لاتیني امریکا او منځنۍ امریکا هیوادونو څخه لیدنه کړې، د کیوبا چارواکو ته یې د مسجد د جوړولو وړاندیز کړی، او د خپل وړاندیز سره یې سم د خپل کار بشپړ پلان د هغه ځای چارواکو ته سپارلی.

د ترکي حکومتي چارواکو په وینا که چیري کیوبا موافقه وکړي، نو دوی به په ترکي معماري باندي دغه تاریخي مسجد جوړ کړي او هغه به د استانبول د اورتاکوي مسجد په څېر جوړښت او شکل ولري.

بل اړخ ته د سعودي ورځپاڼو ویلي چې سعودي هم غوښتل چې د ترکیې سره په دغه کار کې ملګرتیا وکړي، خو د ترکیې ولسمشر انکار کړی او ویلي چې دوی نه غواړي د مسجد په جوړولو کې بل څوک ور ګډ کړي، ځکه لومړی دوی غوښتنه کړې، او ددغه کار لپاره یې بشپړ پلان ګزاري کړې، او مسجد به په ترکي معماریت باندي جوړوي، چې د ترکانو خپل لرغونی تخصص او کار دی.

نوموړي ویلي چې ما د کیوبا چارواکو ته وویل چې موږ خپله یوازي مسجد جوړوو او بل څوک نه باندي را ګډوو.

باید وویل شي چې د وروستیو څیړنو پر اساس په کیوبا کې شاوخوا ۴۰۰۰ مسلمانان ژوند کوي، خو تر اوسه خپل جامع مسجد نه لري.

د یادوني وړ ده چې د ترکیې ولسمشر اردګان ددې تر مخه په کال ۲۰۱۴ کې هم ویلي ول، دا خبره نادرسته چې د امریکا قاره د لومړي ځل لپاره کریستوفر کولمبس موندلې، بلکې د هغه تر مخه مسلمانانو د امریکا لویه وچه موندلې وه، او هلته یې په کیوبا کې په یوه لوړه غونډۍ باندي مسجد هم جوړ کړی وو، چې اثار یې وروسته موندل شوي، او هغه دا جوتوي چې دا مسجد امریکا ته د کولمبس تر راتګ مخکې جوړ شوی.

نوموړي ویلي چې دی غواړي په همدې موقعیت باندي یو ځل بیا یو لوی عالیشان جامع مسجد جوړ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x