افغانستان

نيويارک ټايمز: امريکايي عسکرو د اشرف غني په غوښتنه پټ او شپنيز عمليات زيات کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۵مه ۱۳۹۳ل): سره له دې، چې امريکايي او ناټو عسکرو د تېر کال په پای کې رسما اعلان کړی و، چې دوی په افغانستان کې خپل نظامي ماموريت پای ته رسولی او له دې وروسته به د طالبانو پر ضد مخامخ جګړو کې برخه نه اخلي او يوازې د افغان عسکرو د روزنې دنده به پر مخ بيايي، مګر وروستي راپورونه وايي، چې امريکا، ناټو او افغان عسکرو په ګډه د طالبانو او شکمنو مخالفينو پر ضد پټ او شپنيز عمليات زيات کړي دي.

نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې د پنټاګون چارواکو له قوله ليکلي، چې د دغو عملياتو ډېره برخه پر هغو معلوماتو ولاړه ده، چې دوی يې د خپلو جاسوسانو په واسطه تر لاسه کوي.

د پينټاګون چارواکو نيويارک ټايمز ته ويلي، چې د شپنيزو او پټو عملياتو د زياتېدو تر ټولو مهم لامل د ګډ حکومت د مشر اشرف غني هغه غوښتنې او ټينګار دی، چې له امريکايي چارواکو يې غوښتي، چې بايد د خپلو عسکرو په ويستو بيا کتنه وکړي او د مخالفينو پر ضد بې پيلوټه او شپنيز عمليات زيات کړي.

د تېر کال په پای کې امريکا او ناټو افغانستان کې د خپل پوځي ماموريت د پای ته رسولو اعلان وکړ، چې د ګډ حکومت له مشرانو سره د امنيتي تړون له لاسليکولو وروسته به افغانستان کې ۱۳۰۰۰ بهرني عسکر د افغان عسکرو د روزنې او مشورو په موخه پاتې کيږي.

نيويارک ټايمز د يو پخواني افغان نظامي چارواکي له قوله وايي، چې بهرنيو عسکرو خو په ظاهره جګړه پای ته رسولې، مګر پټه لا هم په زور کې روانه ده او دا پټه جګړه ډېره درنه او سخته ده.

امريکا او ناټو ګډ حکومت سره شوي امنيتي تړون کې ويلي و، چې د ۲۰۱۴ م کال څخه وروسته به د دوی عسکر په نظامي جګړو کې برخه نه اخلي، مګر د امريکا ولسمشر بارک اوباما د امنيتی تړون له امضا يوه مياشت وروسته هغه پټ تړون لاسليک کړ، چې د روان ۲۰۱۵م کال تر پايه به امريکايي عسکر په جګړو برخه اخلي.

د ملګرو ملتونو پخواني لوړپوړی افسر او د نظامي چارو لندن مېشتی کارپوه معين رؤوف روسي تلويزون «RT» سره په خپلو خبرو کې وويل ، چې امريکايي چارواکو په ډېرو ځايونو کې داسې خبرې کړي او بيا يې په عملي جګړه کې برخه اخيستې.

دی وايي: «امريکا او ناټو د خلکو او مخالفينو په ذهن کې دا ورکوي، چې دوی خو دغه جګړه کې نوره برخه نه اخلي، مګر حقيقت دا دی، چې دوی به دغه جګړه کې خامخا برخه اخلي او بنسټيز مسؤوليت به يې هم د دوی پر غاړه وي.»

د ښاغلي رووف له قوله، چې ناټو عسکر تر اوسه په افغانستان کې پر هر ډګر کې پاتې راغلي او تر څو چې دلته وي، دوی به ناکام وي او دوی دا خبرې د دې لپاره کوي، چې که جګړه کې طالبان بريالي شي، نو نړيوالو ته به دا وايي، چې دې جګړه کې خو دوی نه و او دا ماتې یوازې د افغان ځواکونو ده.

ښاغلي معين رووف د امريکايي چارواکو د دې خبرې په تړاو چې «دوی ۳۵۰۰۰۰ افغان عسکر روزلي او هغوی به د طالبانو او نورو مخالفينو پر ضد بريالۍ جګړې کوي» زياته کړه، چې د امريکا او ناټو دا خبرې هسې د ځان خلاصونې په معنا دي او کومه جګړه، چې نړيوالو عسکرو ونه ګټله، نو افغان اردو به يې څنګه وګټي.

نوموړي زياته کړه، چې «د افغانستان بنسټيزه ستونزه د ناټو او امريکايي عسکرو شتون دی او تر څو، چې دوی دلته وي، د دوی پر ضد به نفرت او تاوتريخوالی زياتيږي؛ ځکه د نړۍ هېڅ اوسيدونکی پر خپله خاوره يرغلګر نه مني او تر څو چې د امريکا او ناټو اشغال وي، د افغانستان خلک به يې پر ضد وسلې پورته کوي او پر ځای د دې، چې دا جګړه ييز فکر وځپل شي، ورځ تر بلې زياتيږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close