افغانستان

جان کمپبل: د طالبانو نوي بریدونه سخت اندېښمنوونکي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې د بهرنیانو جنرال جان کمپبل وايي چې په څلوېښت ورځې کې به داسې جګړه پیل شي، چې مقاومت يې یوازې باید افغان دولتي عسکر وکړي.

کمپبل له افغانستانه د بهرنیانو د وتلو اړوند وویل چې په دې اړه باید په ډېر احتیاط ګامونه واخیستل شي، ځکه چې « زه د ۲۰۱۵م کال په اړوي کې د افغانستان د جګړې په اړه سخت اندېښمن یم.»

کمپبل وايي چې د طالبانو په راتلونکو اندېښمنوونکو بریدونو کې باید افغان عسکر د بهرنیانو له پوځي ملاتړه پرته وجنګېږي، چې خورا ورته اندېښمن یم.

نوموړي وویل چې اشرف غني له بارک اوباما نه د عسکرو ویستلو په اړه د بیا فکر کولو ښه غوښتنه کړې ده، ځکه چې په خبره يې د طالبانو راتلونکي بریدونه به ډېر زورور وي.

سره له دې چې بهرنیان او افغان چارواکي د افغان عسکرو په اړه د ډاډ څرګندونې هم کوي، خو د دوی دا ضد و نقیض څرګندونې له پوځي اړخه په افغان عسکرو ښې نه تمامېږي.

ویل کېږي د طالبانو له لوري په سږني ژمي کې پراخ فعالیتونه، د افغان عسکرو په منځ کې نفوذي بریدونه او د افغان عسکرو ورته څرګندونې هغه څه دي چې د عسکرو روحیه يې کمزورې کړې ده.

په ورته توګه سیاسي شنونکي وايي که له افغان عسکرو سره که د نړیوالو همکارانو هوايي ملاتړ نه وي، نو د طالبانو د راتلونکي پسرلي عملیات به خورا زیانموونکي وي.

سره له دې چې د طالبانو له لوري د راتلونکو عملیاتو د پیل او یا هم ورته د چمتو والي په اړه څه نه دي ويل شوي، خو د بهرنیان په ګډون يې افغان پوځي شنونکي د سختو بریدونو خبر ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x