نړۍ

اسلامي دولت د البغدادي ښار تر نیولو وروسته د مخالفینو اعدامول پیل کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د اسلامي دولت جنګیالي وروسته له ډیرو جګړو وتوانیدل چې د الانبار ولایت په جنوب کې د البغدادي په نامه سني مېشته ښار تر خپلې ولکې لاندې را ولي.

د دغه ښار څخه د سني قبایلو یوه مشر رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې اسلامي دولت پر ښار باندي خپله ولکه ټینګه کړې او د خپلو وسلوالو مخالفینو په وژنه یې لاس پوری کړی، چې تر اوسه یې پنځوس تنه وژلي او اتیا کسان یې نور له ځانه سره ژوندي بیولي دي.

دغه مشر وړاندې ویلي چې کله د اسلامي دولت جنګیالي سیمې ته را ننوتل، نو له هغوی سره د هغو کسانو لیستونه وه چي په تیرو نهو میاشتو کې یې د دوی په خلاف وسله اوچته کړې وه او د ښار څخه یې د دوی په وړاندې فاع کوله، نوموړي ویلي چې دا پر دې دلالت کوي چې اسلامي دولت په ښار کې دننه استخباراتي فعالیت درلود.

د البغدادي ښار ته نږدې د عراقي پوځ یوه لویه قرارګاه هم وجود لري چې د عین الاسد په نامه ده او د عراقي خبري اژانسونو په وینا زیات شمېر امریکايي پوځیان هم په کښي میشت دي.

تېره ورځ داسي خبرونه هم ورکړل شول چې امریکایانو د عین الاسد د پوځي قرار ګاه څخه د دفاع په خاطر خپل اباچي هلیکوپتر الوتکو څخه کار اخیستی او د اسلامي دولت د هغو جنګیالیو سره یې جګړه کړې چې دغه قرارګاه ته نږدې شوې وه او غوښتل یې قرارګاه باندې عملیات وکړي.

د سیمي اوسیدونکو رسنیو ته ویلي چې وروسته تر هغه چې البغدادي ښار د اسلامي دولت جنګیالیو ته په لاس ورغلی، د عین الاسد پوځي قرارګاه ته هم تهدید زیات شوی او دغه قرارګاه به اوس د اسلامي دولت د جنګیالیو عسکري هدف وي.

باید وویل شي چې اسلامي دولت وروسته له هغه دغه پرمختګ کوي چې قریب اوه میاشتي مخکې د هغوی په خلاف د امریکایانو په مشري نړیوال ایتلاف بمبارۍ او اقتصادي بندیزونه پیل کړل او په دې وروستیو کې امریکايي پوځي قومندانان د ځمکني جګړې د پيل خبري هم کوي.

د ایتلافي ځواکونو مشر جنرال جون آلن په دې وروستیو کې د اردني خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وویل چې دوی د ځمکني جګړې لپاره ټول ترتیبات نیولي او په راتلونکو څو اونیو کې به د عراقي او پیشمرګه ځواکونو په مټ پراخ ځمکنی برید پیل کړي، نوموړي ویلي وه چې دوی د دغه برید لپاره له مخکې نه لا په سیمه کې څلور لوی پوځي مرکزونه جوړ کړي، چېري چې د جګړې پلان جوړیږي او عراقي ځواکونو او ملیشو ته پکي تربیه ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x