افغانستان

هرات: د مخابراتي شرکتونو دوه انتنونه له منځه یو وړل شول

cell_tower_burnedنن ټکی آسیا: د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې طالبانو د مخابراتي شرکت دوه انتنونه په بشپړه توګه له منځه وړي دي.

د یادي سیمي څخه خبر ورکول شوي دی چي تیره شپه د ادرسکن په یو اړونده سیمه کې د افغان بیسیم او روشن د مخابراتي شرکتونو دوه انتنونه د طالبانو له خوا په بمونو والوزول شول، او په بشپړه توګه یووړل شول.

خو په دې پيښه کې چاته د مرګ ژوبلې رسیدو کوم خبر نه دی ورکړه شوی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسینو ته ددې برید مسئولیت په غاړه اخیستی، او زیاته کړې چي دغه انتنونه وروسته تر څو ځله خبرداری له منځه وړل شوي دي، ځکه چي شرکتونو يې د طالبانو د مؤسساتو د کنټرول د کمیسیون د اوامرو څخه سرغړونه کړې ده.

که څه هم هغه ویلي چي دغه شرکتونو ددوی د امر څخه سرغړونه کړې، خو دا يې نه ده په ډاګه کړې چي هغه څرنګه اوامر وه، چي نه دي منل شوي.

باید وویل شي چي طالبان کله ناکله د مخابراتي شبکو څخه غوښتنه کوي، چي خپل د انتونو فعالیت په یو معین وخت او معین ځای کې ودروي، ځکه چي دوی دا فکر کوي، چي امریکایان او افغان حکومت ددغه شرکتونو د انتنونو څخه ددوی په خلاف په استخباراتي فعالیتونو کې ګټه پورته کوي…

یوه طالب چارواکي نن ټکی آسیا ته یوه ورځ په خبرو کې وویل چي دغه شرکتونه چي په کندهار کې د طالبانو امر ونه ومني، ضرور نه ده چي طالبان په کندهار کې هغوی ته جزا ورکړي، ځکه چي طالبان کولای سي چي هغوی ته په کندز او بلخ کې جزا ورکړي، او مالي زیان ورته ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x