افغانستان

صدیقي: د ترانو درې تنه غږوونکي مو نیولي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې دوی د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د ترانو غږوونکي او په موبایلونو کې د طالبانو عکسونه ګرځوونکي نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند څو شېبې وړاندې په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی دغه درې تنه د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالي کې نیولي دي، چې له دوی سره يې په موبایلونو کې د طالبانو ترانې، عکسونه او ویډيو کلیپونه هم نیولي دي.

صدیقي وايي چې دوی ځکه د طالبانو د ترانو په جرم دغه خلک نیولي چې په خبره يې د همدې ترانو په وسیله نور ځوانان د طالبانو ملګري کېږي.

دا په داسې حال کې دی چې د امریکا له یرغل سره جوخت د حامد کرزي د دیارلس کلنې دورې تر ټولو لویه لاسته رواړنه د بیان ازادي ګڼل کېږي، خو ورسره جوخت د طالبانو د ترانو غږول جرم ګڼل کېږي.

د کابل پوهنتون یو تن محصل وفی الله وايي چې حکومت باید خلک دومره محدود نه کړي چې د طالبانو نشرات هم ونه څارلی شي، هغه وايي: «که حکومت غواړي چې خلک باید طالبان وپېژني، نو د هغوی نشراتو ته دې ښکاره اجازه ورکړل شي، ځکه د حکومت خو خلک نه مني، که طالبان ښه و، باید ښه وبلل شي او که دومره بد و لکه دوی چې يې معرفي کوي، نو خلک به لا ترې زړه توري شي.»

د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو یو بل تن محصل د نوم نه ښودو په شرط د نن ټکی اسیا خبریال ته وویل چې که د سولې خبرې کېږي، نو باید طالبانو ته هم د نشراتو اجازه ورکړل شي، هغه وايي: «دا جالبه ده چې د کورنیو چارو وزارت ویاند یو څو د ترانو غږوونکي نیولي او دومره يې مهم بولي چې خبري کنفرانس پرې ورکوي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند په داسې حال کې د دریو تنو د ترانه غږوونکو د نیولو خبر ورکوي، چې ویل کېږي چې ډېری دولتي عسکر په خپلو مبایلونو کې د طالبانو ویډيو کلیپونه او ترانې لري، چې د نفوذي بریدونو یو علت دا هم ګڼل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abdullah

د شيطان فوځيانو تراني ، نعتونه نيسئ او موسيقۍ مو پرېږدئ چې روح مو ورباندې آرام وي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x