افغانستان

سيګار: امريکا بايد افغانستان سره د مرستو شرطونه او څار سخت کړي- تفيصلي راپور

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۵مه ۱۳۹۳ل): افغانستان لپاره د امريکايي مرستو او بيا رغونې څارونکي ټيم مشر جون سپوکو په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې امريکايي چارواکو افغانستان کې د نړۍ له هر هېواد زيات لګوښتونه وکړل، ډېری پيسې يې بې ځايه لګېدلي، امریکايي چارواکي بايد له خپلو تېروتنو عبرت واخلي او راتلونکي وخت کې افغانستان سره د مرستو لپاره سخت شرطونه کېږدي.

رويټرز خبري اژانس د جون سپوکو له قوله ليکلي: «که امريکايي چارواکي د خپلو تېرو ديارلس کلنو تېروتنو څخه عبرت وا نه خلي، نو راتلونکي وختونه د امريکا لپاره ډېره خطرناک او تاواني دي.»

جون سپوکو وايي، چې امريکا او افغانستان کې د مافيايي ډلو له ننګونو سره مخ دی؛ ځکه چې دی د هغو بې ځايه لګول شوو ۱۰۷ميليارده ډالرو پلټنه کوي، چې امريکايانو افغانستان کې د بيا رغونې په نوم لګولي دي.

د ساري په توګه جون سپوکو پر هغو پروژو نيوکه کوي، چې امريکايي چارواکو د شمسي موټرو د تمځای جوړولو په موخه ميليونونه ډالر بې ځايه ولګول او په يو بل ځای کې امريکايانو خپلو افغان قرارداديانو سره په ګډه دوه سوه ميليونه ډالر ولګول، مګر هغه پروژه تر اوسه نيمګړې پاتې ده.

افغانستان لپاره د مرستو او بيا رغونې ټيم «سيګار» مشر پر امريکايي چاروتکو غږ کړی، چې دوی بايد افغانستان سره په خپل چال چلند کې بدلون راولي، د مرستو ورکولو لګولو شرطونه بايد ډېر سخت کړي، تر څو دغه مرستې، چې د امريکايي ولس د ماليو پيسې دي په سمو او مناسبو ځايونو کې ولګيږي.

جون سپوکو کابل کې د امريکا سفارت کې يوې خبري ناستې ته وويل: «که موږ افغانستان سره د مرستو شرطونه سخت نه کړو او د مرستو لګولو جدي څارنه مو ونه کړه، نو زموږ مرستې او هلې ځلې به اوبه يوسي.»

امريکايي کانګريس ۲۰۰۸م کال سيګار اداره افغانستان د امريکايي مرستو او بيا رغونې کارونو د څارنې لپاره جوړه کړې او تر اوسه يې د امريکايي مرستو د بې ځايه لګولو او دغو مرستو د فساد په اړه کانګريس ته ګڼ راپورونه ورکړي، مګر امريکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه کومه جدي پرېکړه نه ده کړې، چې د دغو مرستو لګولو کې د فساد مخنيوی وکړي.

سيګار وايي، چې افغانستان کې د بيا روغونې او مرستو د څار لپاره يې درې کميسيونونه ټاکلي او دغه کميسيونونه د بيا رغونې، اداري فساد او مخدره موادو په اړه پلټنې کوي.

مخدره مواد

د «سيګار» مشر جان سپوکو وايي، چې افغانستان کې د نشه يي توکو کرکيله له تاريخي پلوه بې ساري ده.
د جان سپوکو له دفتره په خپره شوې، اعلاميه کې راغلي، چې امريکا د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره۷،۶ ميليارده ډالر ولګول، مګر د مخدره موادو کښت او تجارت د پخوا په پرتله بيخي زيات شوی دی.

جان سپوکو زياتوي، چې امريکا د افغانستان په لرې پرتو سيمو کې د ميلياردونو ډالرو په مټ هڅه وکړه، چې د مخدره موادو د کښت او سوادګرۍ مخه ونيسي، مګر دا هڅې ټولې بې ځايه وې.

اعلاميه کې راغلي، چې دولتي چارواکو څو څو ځله اعلان کړی، چې ځينو سيمو کې يې د کوکنارو پټي ويجاړ کړي، مګر د پلټنو پر مهال د چارواکو خبرې درواغ ثابتې شوي دي.

اعلاميه زياتوي، چې د افيومو د ډېر والې له امله په افغانستان کې د امريکا پر سياسي فعاليت هم شکونه کيږي، ځکه چې داسې ښکاري، چې امريکايي چارواکي نه غواړي، چې دغه هېواد کې نشه يي توکي له منځه يوسي.

د ملګروملتونو پخوانی لوړپوړی چارواکی معين رؤوف وايي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کوکنارو کرکيله په بشپړه توګه له منځه تللې وه او نړيوالو څارونکو ټولنو هم منلې وه، چې طالبانو د نشه يي توکو کښت او تجارت له منځه وړی، مګر د طالبانو د ټولو هڅو سربېره هم د امريکا په ګډون نړيوالې ټولنې هغه مهال د افغانستان بزګرانو سره مرستې ونه کړې او نه يې د هغه وخت د حکومت مننه وکړه.

د امنيتي ځواکونو بې سوادي او اداري فساد

يوې امريکايي څارونکې ادارې ويلي چې پر افغان اردو د ميلياردو ډالرو مصرفولو سربېره بيا هم له نيمې زيات يې نالوستي دي.
د سيګار پلټونکې ادارې چارواکي وايي، چې د امريکايي او نړيوالې ټولنې د مرستو ميلياردونو ډالر د افغان امنيتي ځواکونو په ښوونه او روزنه ولګول شول، مګر بيا هم د دغو ځواکونو له نيمايي زيات يې بې سواده او بې تربيې دي.

په افغانستان کې د امريکا ځانګرې تفیتيشي ادره «سيګار» وايي، چې له دې وروسته د دغه هدف ترلاسه کول ناشوني بريښي.

«د پوځيانو بې سوادي د يو ښه پوځ جوړولو په مخ کې ستر خنډ دی.»

امنيتي ځواکونه خپلې وسلې په طالبانو پلوري

سيګار په خپل راپور کې وايي، چې ملي اردو، پوليس او اربکيان خپلې وسلې پر طالبانو پلوري او لامل يې دا ښودلی، چې تنخواګانې، خوراکي او نور اړين توکي په وخت نه ور رسيږي او دوی ځانونه اړ بولي، چې خپلې وسلې خرڅې کړي او ځانونو لپاره د خوراک او ځان ساتنې څه اسباب برابر کړي.

د يو شمېر اربکيانو او پوليسو له قوله ويل شوي، دوی مجبور دي، چې د يوې مړۍ ډوډۍ او سړو څخه د ځان ژغورلو لپاره خپلې وسلې خرڅې کړي او خپلې کورنۍ پرې وساتي او داسې راپورونه هم راغلي، چې ګڼ شمېر پوليس، اربکيان او د ملي اردو عسکر د طالبانو ليکو ته ورغلي دي.

د لوګر ولايت د پوليسو يو لوړ پوړي مشر اکبر علي ويلي، چې دوی سره پنځوس ميله سپکې او درنې وسلې دي او که مرکزي حکومت د دوی تنخواګانې وځنډوي، نو دوی به د دغو دولتي وسلو پر پلورلو پيل وکړي، تر څو خپلو کورنيو ته پرې يوه مړۍ ډوډۍ واخلي.

جون سپوکو وايي: «موږ په افغانستان ميلياردونه ډالر پر پوليسو، ملي اردو او اربکيانو ولګول، مګر د دغو مرستو ډېره برخه د اداري فساد له امله بې ځايه لګېدلې ده.

«کورنيو چارو وزارت او د امنيتي عسکرو د روزنې اداره دا ځواب نه شي ويلی، چې دوی دا ميلياردونه ډالر چېرته او څنګه لګوی دي»

نيويارک ټايمز هم څو ورځې وړاندې افغانستان کې د امريکا بې ځايه لګښتونو په اړه په خپله سرمقاله کې ليکلي و، چې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته امريکا د افغانستان پر بيا رغونه د شپاړسو اروپايي هېوادونو د بيا رغونې پیسې مصرف کړي دي.

د نيويارک ټايمز په سر مقاله کې راغلي ، چې په تېره لنډه موده کې د نړيوالو مرستو ۱۰۴ ميليارده ډالر د چارواکو له لوري غلا شوي او پاتې نور يې په ډېره ناوړه طريقه کارول شوي دي او هغه ودانۍ چې په دغو مالي مرستو جوړ شوي، ډېری يې کمزوري دي او کېدای شي ډېر ژر له کاره ولېږي.

سرمقاله زياتوي، چې ډېری افغان چارواکي په اداري فساد کې ښکېل دي او څه موده وړاندې ځينې لوړپوړي چارواکي دوبۍ کې له لکونو ډالرو او قاچاقي توکو سره نيول شوي وو، مګر افغان حکومت هم د کورنيو ستونزو او اختلافاتو له امله پرې خپلې سترګې پټې کړي او هيڅ ورته نشي ويلای او که يو کال ورورسته امريکا او نړيواله ټولنه پر افغانستان خپلې مرستې ودوري، نو پر افغان حکومت به سمدستي قيامت راشي.

پايله

د پېښو څارونکي وايي، چې د ګډ حکومت مشران بايد خپله رښتونولي او د اداري فساد پر وړاندې خپل جديت وښي او امريکا هم بايد په دې اړه خپل پريکنده دريځ ونيسي؛ ځکه چې که افغان حکومت د اداري فساد په له منځه وړلو کې پاتې راځي، نو امريکا او نړيواله ټولنه بايد خپلې مرستې ورسره بندې کړي.
د جون سپوکو او ډېری کانګريس غړو ټينګار هم دا دی، که د امريکايي ولس د ماليو پيسې په داسې بې ځايه کارونو لګيږي، نو امريکايي چارواکي بايد افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x