نړۍ

د ایران خامنايي د امریکا ولسمشر اوباما ته لیک لیږلی

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د ایران دیني مشر خامنايي د امریکا ولسمشر باراک اوباما ته یو پټ لیک لیږلی او د وول سټریټ ژورنال د خبره سره سم خامناييپه دغه پټ لیک کې د امریکا څخه د تیرو ۶۰ کلونو په چلند باندي ګیله کړي.

د وال سټریټ ژورنال په وینا ددې تر مخه د امریکا ولسمشر باراک اوباما یو سري لیک خامنايي ته لیږلی وو، او په هغه کې د اسلامي دولت په خلاف د ایران څخه د کومک غوښتنه کړې وه، او ورته یې یادونه کړې وه که چیري ایران او امریکا د ایټمي پروګرام په اړه یو اتفاق ته سره ورسیږي، نو دواړه هیوادونه به په ډیرو برخو کې یو د بل سره تعاون زیات کړي.

که څه هم د خامنايي د لیک په اړه د ایران او امریکا رسمي چارواکو څه نه دي ویلي، خو ایراني سرچيني وايي چې دا لومړی لیک نه دی چي خمیني یې جوابوي، بلکې ددې تر مخه یو شمېر نور لیکونه هم تبادله شوي دي.

د وال سټریټ ژورنال په وینا د امریکا ولس مشر باراک اوباما د ۲۰۰۹ کال څخه تر اوسه څلور لیکونه خامنايي ته لیږلي، چې د ایراني چارواکو په وینا اکثره یې جواب شوي هم دي.

باید وویل شي چې دواړه هیوادونه که څه هم په ظاهره اختلاف لري، خو په دې ورستیو کې د ګډ دښمن لرلو له کبله یو بل ته تر پخوا ډیر نیژدې شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x