نړۍ

اوباما درې ورځې وروسته د دريو امريکايي مسلمانانو وژنه وغندله

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۵مه ۱۳۹۳ل): وروسته له هغې، چې نړيوالو او ټولنيزو رسنيو د امريکا شمالي کرولينا پوهنتون کې د يو ترهګر امريکايي په لاس د درې مسلمانانو وژنه او په دې اړه د امريکا او نړيوالې ټولنې چوپتيا وغندله، د يادې پېښې په پنځمه ورځ د امريکا ولسمشر بارک اوباما د دغو درې عرب مسلمانانو وژنه يو وحشي عمل بللی او دا کار يې غندلی دی.

اوباما زياته کړه، چې هيڅوک بايد د هغه د ظاهري بڼې، هويت او عقيدې له امله په نښه نه شي.

امريکايي چارواکي وايي، چې د شمالي کرولينا پوهنتون کې د درې عربي الاصله امريکايي مسلمانانو د وژنې پلټنه يې روانه کړې او په دې اړه د فدرالي استخباراتو اداره «ايف بي ای» له ځايي چارواکو سره په ګډه پلټنې کوي.

بانکي مون هم د درې مسلمانانو د وژنو د پلټنې غوښتنه کړې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون له امريکايي چارواکو غوښتي، چې شمالي کرولينيا کې د درې مسلمانانو د وژنې پلټنه دې وشي.

د بانکې مون وياند سټيفن ډيوجاريک نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې له امريکايي چارواکو وغوښتل، چې دوی بايد په دې اړه بشپړې ازادې پلټنې وکړي، چې ايا د يوې کورنۍ دغه درې مسلمانان خو به د مذهب او اسلام په جرم نه وي وژل شوي؟

رويټرز خبري اژانس په خپل تازه راپور کې ويلي، چې درې واړه وژل شوي کسان ۲۳ کلن شادي برکات، د هغه ښځه ۲۱ کلنه يسر محمد ابو صالحه او د يسر ۱۹ کلن ورور زاران محمد ابو صالحه د سوريې کډوالو لپاره بشري مرستې راټولولې.

د اوباما له لوري د يادې پېښې د غندلو لامل

دامريکا ولسمشر بارک اوباما شمالي کرولينا کې د يوې کورنۍ د درې کسانو د وژنې په اړه څلور ورځې پټه خوله و، مګر نړيوالو او ټولنيزو رسنيو او په ځانګړې توګه د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان پر اوباما، د هغه مرستيال جو بايډن او د بهرنيو چارو وزير جون کيري سختې نيوکې وکړې، چې، د څو ورځو په تېرېدلو لا هم امريکايي چارواکي پټه خوله دي او د امريکايي چارواکو دا چوپتيا يې په سختو ټکو وغندله.

ښاغلي اردوګان پر اوباما غږ وکړ، چې نوموړي وژل شوي کسان ترهګر نه وو، بلکې د سوريې د يوې باشرفه کورنۍ غړي وو، چې د سوريايي کډوالو لپاره يې بشري مرستې راټولولې او په دې اړه د امريکايي عسکرو چوپتا د غندنې وړ ده.

د يادونې وړ ده، چې د نړۍ په ګڼو سيمو کې د بشري حقونو او ښځينه حقونو په نوم په جعلي پېښو د ملګرو ملتونو، امريکا او ګردې نړۍ مشران په يو غږ راپورته کيږي او د پېښې د غندلو سربېره د پېښې د عاملينو د سزا غوښتنه کوي، مګر د نړيوالو مشرانو دا څرګندونې يوازې په هغو ځايونو کې وي، چېرته چې د دوی خپلې ګټې وي.

د وژل شوو يسر ابو صالحه او زاران ابو صالحه پلار ورزان ابو صالحه الجزيرې تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې اولادونه او زوم يې د اسلام په تور وژل شوي دي.

ابو صالحه زياتوي، چې قاتل سټيفن هيکس درې واړه کسان پر ځمکه پړ مخې غورځولي وو او په څټ څټ کې يې پرې ډزې کړې وې.
دا لا نه ده څرګنده، چې امريکايي چارواکي او محکمه به د درې مسلمانانو قاتل ته سزا ورکړي او که نه؟

د پېښو څارونکي په دې اند دي، چې د امريکا په تاريخ کې دا پېښې نه تر سترګو کيږي، چې امريکايي چارواکو دې د يو مسلمان قاتل ته رښتينې سزا ورکړي وي؛ ځکه دا کارونه د رسمي پلان له مخې کيږی او تر شا يې د قوي قوتونو لاس وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x