افغانستان

نیمروز: په زرنج کې نامعلومو وسلوالو د یوې کورنۍ ۵ غړي وژلي دي

nimroz_mapنن ټکی آسیا: د نیمروز ولایت په مرکز کې نامعلومو وسلوالو د یوه کور ۵ تنه غړي وژلي دي.

د نیمروز ولایت څخه امنیتي چارواکي خبر وکوي چي نن سهار وختي نامعلومو وسلوالو د زرنج ښار په دوهمه امنیتی حوزه کې په یوه کور ننوتلي، او هلته يې د کور د مشر په ګډون د هغه میرمن او ۳ تنه د هغوی کوچنیان ووژل.

تر اوسه ددې دردناکي پيښي علت نه دی معلوم سوی،

خو د امنیه قومندانۍ مسئولین وايي چي دوی پلټني پيل کړي دي، او ډیر ژر به دغه مجرمین ونیسي او په خپل سزا به يې ورسوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x