ورزش

کرکیټ نړیوال جام: کوربه هیوادونو خپل لومړنۍ لوبي وګټلې

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۵مه ۱۳۹۳ل): نن په رسمي ډول د کرکیټ ۲۰۱۵ نړیوال جام پيل شو، چې په نیوزیلانډ او اسټرالیا کې په ګډه تر سره کیږي.

نن لومړی لوبه د کوربه هیواد نیوزیلانډ او سیرلانکا تر منځ تر سره شول، چې نیوزیلانډ په ستر توپیر سره وګټل، او همداسي بل اړخ ته په دوهمه لوبه کې بل کوربه (استرالیا) انګلینډ ته لوی شکست ورکړ.

د تفصیلاتو سره سم نن د کوربه هیواد نیوزیلانډ او سیرلانکا تر منځ لومړۍ لوبه تر سره شول، چې نیوزیلانډ په په ۹۸ منډو وګټل.

د لوبي غوره لوبغاړی سي انډرسون وو، چا چې په غوره توپ وهني سره خپل د لوبډلي سکور تر ۳۳۰ منډو پوري ورسوی.

نوموړی یوازي په ۴۶ توپونو ۷۵ منډي جوړي کړي.

د نوموړي تر څنګ بریډن میکالم ۶۵، ولیمسن ۵۷، او اوپنر ګوپتل ۴۹ هم ښه لوبه وکړه.

سیرلانکا چې په کومو بالرانو زیات اعتماد کړی وو، هغوی تر ټولو ناکامه ثابت سول.

د سیرلانکا تیز بال غورځونکی ملینګا او کولسیکرا تر ټولو زیات وډبول شول، او دواړو په ترتیب سره ۸۴ او ۷۸ منډي ورکړې.

کولسیکرا وتوانید چې په خپل ۸ اورونو کې یو وکټ واخلي، خو ملینګا چې ورڅخه د ټکټونو د باران تمه وه، یو وکټ هم وانه خیست.

سیرلانکا د ۳۳۱ هدف په تعاقب کې یوازي په ۲۳۳ منډو جوړولو وتوانید، او خپل ټول لوبغاړي یې د ۴۶م اور په اول باندي له لاسه ورکړل.

د سیرلانکا له خوا تیرامانې ۶۵ او کپتان ماتیوز ۴۶ ښه لوبه وکړه، سنګاکارا ۳۹ او دلشان ۲۴ منډي جوړي کړې.

د نیوزیلانډ تر ټولو غوره بال غورځونکی دانیال ویټوري وو، چا چي په خپلو لسو اورونو کې ۳۴ منډي ورکړې، او دوه لوبغاړي يې وسوځول.

د نوموړي تر څنګ ساوتي، بولټ، میلن، او سي انډرسن غوره بال غورځونکي وه، دوی هم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

یاده دي وي چې د لوبي پچه سیرلانکا ګټلې وه، او لومړی یې د بالنګ (توپ غورځوني) فیصله کړې وه، چې ګټوره ثابته نه شول.

nz_vs_sri

په دوهمه لوبه کې چې په استرالیا کې تر سره شول، کوربه هیواد برتانیا ته په ۱۱۱ منډو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې غوره لوبغاړی فینچ وو، چاچي په یوازي سر په ۱۲۸ بالونو ۱۳۵ منډي جوړي کړي، او وروسته په رن آوټ باندي وسوځېد.

د نوموړي تر څنګ کپتان جورج بیلې ۵۵، او په ورستیو اورونو کې ماکسویل ۶۶ او براډ هیډن ۳۱ ښه لوبه وکړه.

بل خوا د برتانیا ټول بال غورځونکي ناکامه وه، که څه هم (سټیفن فین ۵) د لوبي په پای کې په درې بالونو درې لوبغاړي وسوځول، خو په داسي وخت کې چې اسټرالیا خپل کار کړی وو، او د انګلینډ لپاره یې ۳۴۲ منډي هدف ټاکلی وو، د (فین) پنځه وکټه په کار نه ورغلل.

په جواب کې انګلینډ یوازي ۲۳۱ منډي جوړي کړي، او ټول لوبغاړي یې په ۴۱ اور کې وسوځېدل.

د انګلینډ له خوا غوره لوبغاړی ټایلر وو، چاچې په ۹۰ بالونو ۹۸ منډي جوړي کړې، او تر پایه ونه سوځېد. د انګلینډ له خوا ایا بیل ۳۶، بالانس او معین علی لس لس منډي جوړي کړی، ووکاس ۳۷ او بټلر هم لس منډي جوړي کړې.

د یادوني ده چې دلته هم انګلینډ د لوبي پچه ګټلې وه، او لومړی یې د بال غورځولو فیصله کړې وه، چې یو ځل بیا ورته ګټوره ثابته نه سول.

باید وویل شي چې ددې نړیوال جام تر ټولو دلچسپه مقابله سبا ورځ د هندوستان او پاکستان تر منځ کېدونکې ده، چې د کرکیټ ټول مینه وال ورته منتظر دي، او تمه ده چې د دواړو هیوادونو تر منځ د هري لوبي په ډول دا لوبه به هم مثالي وي.

باید وویل شي چې پاکستان تر اوسه د هندوستان څخه په نړیوال جام کې لوبه نه ده ګټلې، چې له کبله یې دا ځل هم د هندوستان ټیم غوره ګڼل کیږي، خو د پاکستان ټول لوبغاړي د وروستیو څرګندونو په حواله دوی دا هوډ لري چې دوی به تیر حسابونه په پام کې نه نیسي، او دې رواج ته به نور د پای ټکی ږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x