ادبي لیکنيپښــــتو ادب

تر سرو كرښو مه اوړئ!

مولوی صدیق الله مشال
یوه روځ له یو خواږه ملګري سره مېلمه وم د تاوده بانډار په ترځ کې  دا خبره منځته راغله چې باید اجتماعي خدمتونو ته ترځاني خدمتو د اولیت درجه ورکړو ده په خندا سره راته وویل : مشال جانه! ساقیارصاحب ویل: د ټولنې هرکارته چې وګورم د ومره خراب وي چې نوره پر هيچا د هغه د سمولو بروسه راپاته نشي له ځانه سره ووایم چې د دې کار د سمښت له پاره خپلي مټې را بډوهه خو زه یو کارونه سل دي څه وکړم؟

د درانه شاعر ساقیارصاحب خبره مې هغه مهال سترګو ته جګه ودرېده چې یوه ورځ د یو لیکوال په شخصي کتابتون کې ګرځېدم کتابونه مې اړول را اړول چې بالاخره پر یوکتاب پېښ شوم چې د خندانوم یې ورباندي اېښی وو اوټوکې ټکالي یې پکې راغونډې کړي وې (جهاني ) تقریظ ورباندي کړی و، لیکوال،کتاب او خندادرې واړه یې په لوړه کچه ستایلي وو لیکوال یو داسې څوک و چې خپله قیمتي ځواني یې بشپړه په غرب کې تېره کړې وه، کتاب چې مې واړاوه باور وکړئ د ځینو ټوکو په لوستلو سره له ځانه وشرمېدم مور او پلار داسې پکي انعکاس شوي وو لکه بيزوګیان چې بایدتل مسخرې ور پورې وشي ډېر افسوس پر دې راته ودرېد چې یو مسلمان لیکوال ولې دومره له اسلام  او د مور، پلار له د رانه مقام څخه ناخبره وي؟!

بل د حسرت وړ خبره دا ده چې د مسلمانانو د نشر ادارې د یو څو پیسو په لالچ ولې داسې سپکې ورکې لیکنې نشروي او اسلامي ټولنې ته زهرجن اواسلامي روح وژونکې څه ایجاداوتکثيروي؟!!

دا سمه ده چې په اسلام کې خوشطبعي، ورین تندی ستایل شوی لکه د دې خبرې د اثبات له پاره چې موږ د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دا وینا وړاندې کولی شو: اِنّ مِنَ المَعرُوفِ اَن تَلقِيَ اَخَاکَ بِوَجهٍ طَلقٍ .
ترجمه: له نیکیوڅخه یوه دا ده چې له خپل ورور سره په روښانه څېره مخامخ شې .

همدا راز که موږ د اسلام د مخکښانو کړه وړه مطالعه کړو نو دا خبره به راته جوته شي چې په اوړو کې د مالګي په اندازه خندا او ټوکې ټکالي په اسلام کې ځای لري موږ دا منو چې خندا د ژوند مالګه ده لکه مالګه چې د خوړو خوند سموي خندا هم په ژوند کې هغومره اړینه ده او د ژوند خوند پرې سمېږي که یو څوک هیڅکله نه خاندي هغه کس اسلام هم هغه خوړو ته ورته بولي چې مالګه پکې نه وي او داسي څه د  فشار په رنځ اخته مجبورو خوراک  وي د ټولنې سالم وګړي یې نه خوري .

۱ـــ حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ته یوکس راغلی او د سفرسوارلۍ یې ورڅخه وغوښتله حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ټوکه ورسره وکړه ورته ویې ویل: اوس به د ي د اوښې  پر زوی سپورکړم .
سړي ورته وویل:کوچنی جونګی نوڅه کوم ؟
حضرت محمدصلی الله علیه وسلم وفرمایل: لوی اوښ هم له اوښي زېږي! یعني لوی اوښ یې ورکاوو خو ټوکه یې ورسره وکړه د مسلمان خاطر جویې یې هدف وه .

۲ــ حضرت عمرفاروق رضی الله عنه یوه ورځ حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ته په د اسې حال کې راغی چې نوموړی خپلو مېرمنو ته له دې کبله په قهر و چې هغوی په تکرارسره د نفقې د کثرت غوښتنه ورڅخه کړې وه.
عمررضی الله عنه ورته وویل: تا موږلیدلي وو کله چې موږ په قریشي ټولنه کې اوسېدو پرمېرمنو پیاوړي وو کله چې به زموږ له یو تن څخه مېرمني د خوراکې توکي غوښتنه وکړه هغه به ور ولاړشو ترغاړه به یې ونيوه خو چې مدینې منورې ته راغلو له یوداسي قوم سره مو واړول چې مېرمني پر غالبې دي زموږ مېرمنوهم د دوی د مېرمنوخویونه زده کړل پر موږ غښتلې شوې.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم پرې وخندل .

۳ــ امام ابوحنیفه رحمة الله علیه ته یوساده سړی [چې پیسې یې یوځای پټې کړي وې اوبیاهغه ځای ورڅخه هېرو] راغی او د خپل مشکل په اړه یې شکایت ورته وکړ ابوحنیفه رحمة الله علیه ورته وویل : دا خو یو فقهي سوال نه دی چې زه اجتهادپه کښي وکړم ولاړشه نن ټوله شپه تهجد وکړه .
سړی ولاړ چې پر لمانځه ودريد د شپې څلورمه برخه لا پوره نه وه تېره شوې چې د لمانځه په جریان کې هغه ځای وریاد شو چې ده پیسې پکې ښخې کړې وې، امام ته راغی او حال یې ورته بیان کړ امام ابوحنیفه رحمة الله علیه ورته وخندل او ورته ویې ویل : زه پوهېدم چې شیطان دې دېته کله پرېږدي چې بشپړه شپه لمونځ وکړې هغه ځای یې در یاد کړ کاش دې بشپړه شپه الله جل جلاله ته د شکر د پاره پر لمانځه تېره کړې وای .

۴ــ امام شافعي رحمة الله علیه یوه ورځ ناجوړه و د ربیع په نامه یو شاګرد یې خدمت کاوه شاګرد ورته وویل: استاده !
امام شافعي رحمة الله علیه وویل: ربېعه! ضعیف یم .
ربیعه: الله دې ضعف قوي کړه .
امام شافعي ټوکه ورباندې وکړه نو بیا خو مې وژني ځکه اوس خو تنها ضعف دی چې قوي هم شي نو بیا به یې څنګه برداشتوم .
له پورته نمونو څخه موږ دا معلومولی شو چې په اسلام کې ورین تندی د لجویې اویوه اندازه خنداځای لري؛ که څوک په ذکر شویو بېلګو استدلال کوي ځکه په اسلام کې خنداته حدټاکل شوی لکه حضرت محمدصلی الله علیه وسلم چې فرمایې (اِن تَعلَمُونَ مَااَعلَمُ لَضَحِکتُم قَلِیلاً وَلَبَکَیتُم کَثِیراً )[متفق علیه ] ترجمه :که تاسوپه هغه څه خبروای چې زه پرې خبریم نو یقینا به تاسو لږ خندل او ډېر به مو ژړل .

کاش د اسلام دې اصل ته پاملرنه شوې وای او نشریه ادارو له داسې نشریاتو څخه ډډه کړې وای چې ټولنه له سمې لاري منحرفه کوي . تر نشرولو یې وړاندې د دې خبرې احساس کولی چې بحیث مسلمان د اڅه زه نشرکړم که نه؛ دا سمه ده چې دوی د نشریاتو په مټ خپله روزي لاس ته راوړي خوښه به د اوي چې د خپل رزق د حلالو سوچ وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x