افغانستان

کندهار ښار کې دوو پر لپسې چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې

INJURED_IN_HERAT_BLASTنن ټکی آسیا: نن غرمه د کندهار په ښار کې په یوه موټرکې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچاودل، چي له امله يې د رسمي سرچینو په قول ۱۶ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دی.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبد الرازق رسینو ته ویلي چي نن غرمه د کندهار ولایت د لومړی حوزې د ماموریت شاته د بهرنیو ځواکونو د یو مرکز سره نیژدې په یو موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وه،

چي نن وچاودېدل، او له امله يې د ۳ کوچنیانو په ګډون ۱۶ تنه ملکي وګړي ټپیان شول.

خو په دې اړه د کندهار د ولایت د مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چي ۳ کسه لویان او پاته نور ټوله کوچنیان دي.

د میرویس روغتون څخه یو ډاکټر ویلي چي د پيښي د ځایه څخه تر اوسه دوی ته ۲۰ تنه ټپيان رسولی سوي دي، چي تر درملني لاندي دي.

تر اوسه ددې پيښي په اړه نه طالبانو او نه بهرنیو ځواکونو خپل کوم موقف څرګند کړی.

باید وویل شي چي نیم ساعت تر مخه دهلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې هم غټه چاودنه وشوله، چي له کبله يې د لومړیو راپورونو پر اساس ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله رسیدلې وه.

————-

وروستی اپډیټ:

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي نن په کندهار کې دوه پر لپسې سرښندونکي بریدونه ترسره شول، چي یو يې د امریکایانو په مرکز کې دننه د یو مازدا ډوله موټر په واسطه چي په زر کیلو ګرامه چاودېدونکو توکو بار وو، سرښندونکی برید تر سره شوی، او دا مرکز د کندهار ښار د چوڼي په سیمه کې واقعیت درلود، او دوهم برید چي لږ وخت وروسته د لنډ کروزر ډوله موټر په واسطه د باباصاب د کوتل څخه ورلاندي د ګډو ځواکونو پر مرکز ترسره شو.

نومړي ادعا وکړه چي په دواړو بریدونو کې زیات شمیر بهرنی او کورني عسکر وژل شوي..

خو د کندهار حکومتي چارواکو ویلي چي په دواړو چاودنو کې ۲ تنه ملکي وګړي مړه او ۲۳ نور ټپیان شول، چي زیات شمير يې ماشومان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x