افغانستان

افغان حکومت له پاکستان سره د ګډو عملیاتو پر طرحه بوخت دی

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د افغان حکومت پوځي چارواکي د پاکستان له پوځي سیالانو سره د ډېورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د ګډو هم مهالو عملیاتو پر طرحه بوخت دي.

په ختیځ کې د ۳۰۱ سرحدي زون درستیزوال سمونوال محمد ایوب حسین خېل وايي چې دوی د اشرف غني په هدایت له پاکستاني پوځيانو سره د ګډو عملیاتو په طرحه کار کوي.

حسین خېل وايي چې دوی به د پاکستان له پوځيانو سره په یوه طرحه او یوه وخت د کرښې دواړو غاړو ته عملیات پیل کوي، خو په خبره يې چې هر لوری به پخپله ساحه کې په کار بوخت وي.

پاکستاني او افغان سیمه ییزو چارواکو د نوي حکومت له پیل سره څو ځلې سفرونه کړي دي، چې ډېری وخت يې خبرې د کرښې په دواړو خواوو په امنیتي وضعیت راڅرخېدلې دي.

په ختیځ کې د ۳۰۱ سرحدي زون درستیزوال وايي چې دوی به د خیبر په نامه د همغږۍ مرکز هم بېرته فعال کړي، چې څه موده وړاندې تړل شوی و، د حسین خېل په خبره دوی به د همدې مرکز په وسیله د کرښې دواړو غاړو ته پېښې او معلومات سره شریکوي.

سره له دې چې ګډ حکومت دا یوه ستره پوځي بریا او د خپلو مخالفینو په وړاندې تکتیکي عملیاتو بولي، خو د پخواني ولسمشر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې له پاکستاني پوځيانو سره ګډ عملیات د افغانستان په خاوره کې مداخله ګڼل شوې ده.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له پاکستاني پوځيانو سره هم مهاله ګډ عملیات د افغانستان خپلواکي تر سوال لاندې راولي، چې باید ونه شي.

ډېری سیاسي شنونکي د دې عملیاتو د طرحې اړوند وايي چې پاکستان په دې توګه غواړي د ډېورنډ فرضي کرښې ته رسميت ور وبښي، چې افغان حکومت يې پرې تر یو بریده قانع کړی دی، په ختیځ زون کې د ۳۰۱ سرحدي زون درستیزوال هم وايي چې پاکستاني پوځیان به خپل لوري او افغان عسکر به خپل لوري ته په یوه طرحه یو وخت کې عملیات پیلوي، چې دا پخپله د یو درستیز له لوري د ډېورنډ په رسمیت پېژندنه بلل کېږي.

ورسره جوخت د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف وايي چې نوی افغان حکومت د دوی د ګټو د تضمین لپاره هڅې کوي.

مشرف ویلي چې په افغانستان کې د ګډ حکومت له جوړیدو وروسته پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني راتګ دا ثابته کړه چې اشرف غني د هندوستان پر ځای له پاکستان سره ښه تعلقات غواړي او پاکستان هم باید له نوموړي سره تر اخیري حده کومک وکړي، تر څو په سیمه کې امن راشي.

پاکستان ته د پوځي روزنې لپاره د افغاني افسرانو لیږلو په اړه نوموړي خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې په ۲۰۱۰ کال کې هم پاکستان له افغانستان څخه غوښتنه وکړه، تر څو پاکستان ته خپل پوځي افسران د پوځي روزنې لپاره ولیږي، خو د حامد کرزي ادارې دا غوښتنه رد کړه او د پاکستان څخه یې لومړی د بشپړي همکارۍ غوښتنه وکړه او پر دې سربیره یې خپل پوځي افسران هندوستان ته ولیږل، چې زمونږ په ګمان هلته ورته د پاکستان ضد درس ورکول کیږي، او دغه افسران بیا وروسته د پاکستان پر ضد کارول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x