
سرپل: طالبانو د تسلیم شویو اربکیانو په مرسته درې پوستې ونیولې
نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۵مه ۱۳۹۳ل): نن سهار د لسو بجو په شاوخوا کې د سرپل ولایت په شیرم ولسوالۍ کې د سیمه یېزو پولیسو دوه تنه مهم قوماندانان طالبانو ته تسلیم شوي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي څو شیبې وړاندې وویل، چې د شیرم ولسوالۍ د سیمه یېزو پولیسو یا اربکیانو دوه تنه مهم او مخکښ قوماندانان خال محمد او ګلبدین له خپلو لسو تنو مجهزو محلي پولیسو سره یو ځای دوی ته ور اوښتي دي.
د ښاغلي احمدي په خبره، نوموړو قوماندانانو له دوی سره د کړې ژمنې په اساس ، چې په ترڅ کې به یې د بهرنیو او کورنیو عسکرو په خلاف له دوی سره ګډه مبارزه کوي، له یو ځای کېدا سمدستې وروسته د طالبانو د یوې سترې جبهې سره یو ځای د پولیسو او اربکیانو پر پوستو بریدونه پيل کړي، چې لا هم روان دي.
د تفصیلاتو سره سم، طالبانو او د سیمه یېزو قوماندانانو د ګډو بریدونو په ترڅ کې تر دې مهاله له امنیتي ځواکونو درې پوستې نیولې شوي او نورې پوستې تر پراخو بریدونو لاندې دي.
طالب ویاند همداراز وايي، چې د دغې روانې جګړې په پایله کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه د سرپل امنیتي چارواکو د یادې جګړو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.