ادبي لیکني

پنځه په زړه پوري کیسه ګۍ

لیکوال: حامد افغان

(۱) له مسلمانانو سره مینه

عمر بن الخطاب رضي الله د عبدالله بن حذافه رضي الله په مشري روم ته د مجاهدینو لښکر ولیږه، هلته عبدالله سره له شاوخوا اویا کسانو د دښمن په بند کې ولویدی، د روم واکمن عبدالله ور وغوښت ورته ویې ویل: نصرانیت ومنه د روم په نیمه واکمني کې به دې راشریک کړم، عبدالله ورته وویل: که د روم او عربو ټوله واکمني راکړل شي د یوځل سترګو ښورولو په اندازه هم د محمد (صلی الله علیه وسلم) دین نه پریږدم.

عبدالله ته د روم واکمن مختلف تعذیبونه او د مرګ ګواښونه ورکړل خو دی پخپل هوډ ولاړ و، اخیر یې ورته وویل: زما سر ښکول کړه خلاص به دي کړم، ده ونه منله، بیا یې ورته وویل: زما سر ښکول کړه نور مسلمان بندیان به هم درخلاص کړم عبد الله له لیږ ځنډ او سوچ وروسته ورولاړ شو او د روم د واکمن سر یې ښکول کړ او هغه له خپلو ملګرو سره خلاص کړ، مدیني ته چې ورسیدل عمر رضي الله عنه ټول مسلمانان را جمعه کړل او ورته ویې ویل: عبدالله د مسلمانانو له پاره د روم د واکمن د سر ښکلولو ذلت قبول کړی ټولو مسلمانانو ته لازمه ده چې د هغه سر ښکول کړي او پیل زه پرېکوم، عمر ور ولاړ شو او د عبدالله سر یې ښکول کړ.

(۲) نېکه میرمن

خسر یې په تريو تندي ورسره مخامخ شو له روغبړ وروسته یې ورته وویل: سړیه کورته کله کله سبزي او نور سپک خواړه هم وړه، سهار او ماښام په غوښو او میوو څه کوې؟!، دی غریب له هېښتيا وازه خوله پاته شو فکر یې وکړ د خسر یې پوزخند متلب ده له شرمه یې سر ښکته کړ او سوچونو واخیست. خو کله چې کورته ولاړ هلته یې میرمنې پوه کړ.

هغې ورته وویل: د پلار کره چې ولاړه شم غوښې او میوې سمې نه خورم ورته وایم سړی مې سهار او ماښام غوښې او میوې کورته راوړي نور ورنه خاتوري یو ..، میرمنې یې په دې خبرو پلرګني ته دا خبره ښودله چې سړی یې دومره مسکین نه دی او دا په غوښو او میوو ساتي او ښه یې نازوي، څو یې سړی د پلرګنۍ له نظره دروند او په هغو ګران شي او دوستۍ یې خوږه او درنه پاته شي.

(۳) د الله وېره

د خپل کور دروازه یې وټکوله، میرمن یې لیږ ناوخته شوه چې کله هغې دروازه خلاصه کړه سړی یې په دروازه کې بې هوښه غځیدلی و، ښځه یې ووېریدله په منډه یې اوبه راواخیستلې مخ یې ورومینځه راکښېیناوه، سړی رابیدار او په هوښ کې شو.

میرمني یې د ناوخته کیدلو عذر ورته ویلې خو ده ورته وویل: ستا د ناوخته کیدلو یا انتظار او ستوماني خبره نه وه، کله مې چې خپله دروازه په مخکي تړلې ولیدله د اخرت هغه حالت رایاد شو چې د جنت دروازه تړلې وي او د الله په حضور کي ولاړ یو .. نو د الله له وېري نه بې هوښه شوم.

(۴) ورکړه او خیرات

د دکان مخته یې بس ودراوه، دوه دری ډبي خواږه یې راواخیستل، بس ته وخوت په ورین تندي او موسکا یې سپرلیو ته وروویشل، په اډه کې چا د دې کار په اړه وپوښته ده ورته وویل: دومره لوی کار مې نه دی کړی، د سپرلیو په څیرو کې مې خپګان ولید، ماویل چې خوشاله یې کړم .

که موږ تل د ورکړي او سخا خوی خپل کړو ډېر بې وسه او غمژن خلک په کمه ورکړه خوشاله کولی شو.

(۵) دروغژنې وعدې

” ماشوم” له پلاره څه شی وغوښتل، پلار یې ورته وویل: خدای به خیر کړي، د پلار په دې خبره ماشوم په ژړا شو، کله یې چې ژړا زیاته شوه مور یې ورته وویل: زویه ولې ژاړې؟ ماشوم ورته وویل: کله چې له مشر ورور نه کوم شی وغواړم هغه راته ووایي: خدای به خیر کړي .. یعني نه یې درته راوړم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x