افغانستان

ډاکټر عبدالله له «افغانستاني ولس» سره د ایران مرستې وستایلې

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت اجراییه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ایران ولسمشر «حسن روحاني» ته په دې هیواد کې د اسلامي انقلاب د ۳۶ کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام استولی.

له نن څخه ۳۶ کاله وړاندې په ایران کې د امریکا پلوي پاچا رضا پهلوي شاهي رژیم نسکور شو او شیعه اسلام پالي واک ته ورسیدل.

ډاکټر عبدالله په همدې مناسبت د ایران ولسمشر ته په استولي پیغام کې ویلي چې د ایران اسلامي انقلاب په اسلامي هیوادونو کې ستر بدلون را منځته کړ او په ټوله سیمه یې ژور اغیز پریښود.

د هغې اعلامیې له مخې چې په دې اړوند د اجراییه رئیس له دفتر څخه خپره شوې، ویل شوي چې ډاکټر عبدالله په خپل پیغام کې د ایران د هغو مرستو مننه کړې، چې له کلونو راهیسې يې دا هیواد له «افغانستاني مهاجرینو» سره تر سره کوي.

د اعلامیې په وینا، ډاکټر عبد الله په خپل پیغام کې د ایران هغه کومکونه هم ستایلي چې «د جهاد او مقاومت په سختو کلونو کې یې له افغانستاني ملت» سره تر سره کړي دي.

د ډاکټر عبد الله په شمول د ګډ حکومت ډیر لوړ پوړي چارواکي د «افغان» کلمې پر ځای «افغانستاني» کاروي، دوی خپل ځانونه افغانان نه، بلکې تاجیک یا ازبک بولي.

اجراییه رئیس په دې پیغام کې د ټول افغان ولس په استازیتوب له ایران څخه مننه کړې چې له ګډ حکومت څخه یې ملاتړ اعلان کړی او د ایراني حکومت دغه موقف یې د قدر وړ بللی.

نوموړي د ایران ولسمشر ته په خپل استولي پیغام کې ټینګار کړی، چې دواړه مجاهد ولسونه به د خپلمنځي اړیکو د لا پراخولو په لار کې کوټلي ګامونه اخلي.

ډاکټر عبدالله تل په خپلو ټاکنیزو کمپاینو کې له ایران سره د هر اړخیزو اړیکو په پراخولو ټینګار کړی او د افغانستان په بیا رغونه او د سولې په برخه کې يې د ایران رول رغنده، مهم او ګټور بللی.

ولسمشر اشرف غني واک ته له رسیدو وروسته له ګاونډي هیواد پاکستان سره د دوستانه اړیکو او خپلمنځي همکاریو نوی باب پرانیستی، او دا هغه سیاست دی چې اجراییه رئیس یې په خپل وار له ایران سره پر مخ وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

الله تعالی دی افغان مومن او مسلمان کړیدلی ولس ته نور دعین وغین له دی بی ناموسیو او لوده ګیو نه نجات ورکړی په ډیرو رسواییو او شرمندګیو یی لاس پوری کړی ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x