افغانستان

لښکرګاه: د کابل بانک مخ ته غټي چاودني درنه مرګ ژوبله اړولې

INJURED_IN_BLASTنن ټکی آسیا: نن غرمه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې یوه غټه چاودنه وشوله، چي له کبله يې د لومړیو راپورونو پر اساس ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله رسیدلې.

د تفصیلاتو سره سم نن د لښکرګاه په ښار کې د کابل بانک مخي ته، د مخابراتو ریاست او د ولایت مقام ته نیژدې یوه ستره چاودنه وشوله، چي له امله يې درنه مرګ ژوبله او مالي زیانونه ورسیدل.

د هلمند چارواکو تر اوسه د ۲۵ تنو د مرګ ژوبلي په اړه خبر ورکړی، او سیمه يې محاصره کړې، او د ژغورني هیڅ يې پیل کړی دي، او د پيښي د ځای سره په پراخه کچه پولیس او امنیتي چارواکو را ټول شوي دي، سیمه يې محاصره کړې ده، او چاته اجازه نه ورکوي، چي نیژدې ورشي.

د هلمند د والي ویاند داوود احمدي ویلي چي په دې برید کې ۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي، او ۱۰ تنه ملي اردو، ۵ پولیس او ۶ نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د بلي خوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي چاودنه ددوی یوه سرښندونکي مجاهد تر سره کړی، چي هدف يې د کابل بانک وو، او په هغه کې زیات شمیر دولتی مامورین او عسکر وژل شوي دي، چي بانک ته د معاشونو د اخیستلو لپاره راغلي وه.

نومړي زیاته کړې چي برید د یو کرولا ډوله موټر په واسطه تر سره شوی چي په ۵۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکو توکو بار وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x