نړۍ

ټيکساس کې سخت دريځو توکمپالو د مسلمانانو جومات او اسلامي مرکز سوځولي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، سلواغې ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د امريکا ټيکساس ايالت هيوسټن ښار کې سخت دريځو توکمپالو د مسلمانانو يو جومات او اسلامي مرکز سوځولی دی.

د امريکا مرکزي استخباراتو اداره «ايف بي ای» وايي، چې د پېښې په اړه تر اوسه له څه ويلو ډډه کوي او دوی په دې اړه پلټنې پيل کړي دي.

د اور له امله جومات، اسلامي مرکز او د مرکز زېرمتون په بشپړه توګه سوځيدلي دي.

د هيوسټن ښار د اطفايې مسؤول «العربية نيوز» سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د پېښې پر مهال جومات او اسلامي مرکز کې هيڅوک هم نه و او له همدې امله مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې، مګر د اور لګېدو د لامل په اړه يې له څه ويلو ډډه وکړه.

بل پلو د اسلامي مرکز په رسمي فيسبوک پاڼه کې راغلي، چې پر ځايي وخت سهار پنځه بجې د اسلامي مرکز په درېيم پوړ کې اور ولګېد او د اور لمبې دومره تېزې وې، چې له امله يې په جومات او اسلامي مرکز کې موجود کسان ټول په اور لولپه شوي دي.

د پېښې د قربانيانو شمېر تر اوسه نه دی معلوم شوی

تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې، چې پېښه کې د چا لاس و، مګر پلټونکي ټيم په خپلو لومړيو خبرو کې رسنيو ته وويل، چې پېښه يوه حادثه يا ناببره نه ده رامنځته شوې او د کومې ډلې يا سخت دريځو توکمپالو لاس په کې شته، خو تر اوسه نه دي په ګوته شوي.

اې بي سي امريکايي تلويزون د هيوسټن د مسلمانانو له قوله وايي، چې دوی اسلامي مرکز ته څېرمه يو شکمن سړی ليدلی و او کېدای شي دا کار ده کړی وي.

د اسلامي مرکز مشر او جومات امام اې بي سي تلويزون ته وويل، چې زوی يې د مرکز تر څنګ تېرېده، چې سپين موټر کې يو سړي پر مسلمانانو ملنډې وهلې او د مسلمانانو پر ضد يې نارې وهلې.

رسنۍ وايي، چې د دغه مرکز نوم «قباء اسلامي مرکز» و او د سيمې خلکو لپاره يې د لمونځونو سربېره ديني او تعليمي پروګرامونه درلودل.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د امريکا او اروپا په ګڼو هېوادونو کې د مسلمانانو پر ضد تاوتريخوالی زيات شوی او تېره اونۍ هم د امريکا په شمالي کرولينا ايالت کې يو ترهګر امريکايي د يوې کورنۍ درې عرب مسلمانان ووژل او د امريکا ولسمشر بارک او باما په ګډون د نړۍ ګرد مشران او بشري ټولنې تر څو ورځو د يادې پېښې په اړه پټه خوله وې، مګر وروسته له هغې، چې ټولنيزو رسنيو او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان پر امريکايي چارواکو نيوکې وکړې، چې نړۍ کې د هرې وړې سترې پېښې لپاره غږ پورته کوي او د درې مسلمانانو په وژنه يې خوله پټه او سترګې بندې نيولي دي.

اردوګان وړمه پر اوباما، د هغه مرستيال جوبايډن او د امريکا بهرنيو چارو وزير جون کيري سختې نيوکې وکړې او د دوی چوپتيا يې وغندله.

ترکي ولسمشر زياته کړه: «دغه درې واړه وژل شوي مسلمانان ترهګره نه، بلکې د سوريې د يوې باشرفه کورنۍ درانه غړي و او د سوريې بې وزلو کډوالو لپاره يې بشري مرستې راټولولې.»

دا او داسې نورې پېښې پخوا هم په لويځ کې د مسلمانانو پر ضد روانې وې، مګر د فرانسې پر چارلي ابدو اسلام دښمنه مجلې له بريد وروسته ګڼو سخت دريځو رسنيو، ليکوالانو او مذهبي توکمپالانو د مسلمانانو پر ضد پروپاګند پيل کړ او د لويديزې نړۍ ولس يې د مسلمانانو پر ضد راوپارو او خلک يې وهڅول، چې هر ځای او هره سيمه کې بايد مسلمانان تنګ کړي، ويې وژني او خنزيرانو سرونه او کولمې بايد د مسلمانانو د کورونو مخې ته وغورځوي.

له تېرې يو مياشتې له راهيسې يوازې فرانسه، لندن او امريکا کې د مسلمانان سلګونو جوماتو او اسلامي مرکزونه د سخت دريځو توکمپالو د بريدونو او تاوتريخوالي ښکار شوي، مګر د دغو هېوادونو چارواکو د مسلمانانو پر ضد د تاوتريخوالي او ظلم په اړه جدي غبرګون نه دی ښودلی او نه يې د دوی د امنيت لپاره کوم ځانګړی ګام پورته کړی.

دا په داسې حال کې، چې لوديزه نړۍ مسلمانانو ته د روادارۍ، زغم او بشري حقونو درسونه ورکوي او د همدې حقونو او شعارونو لپاره يې پر ګڼو هېوادونو بريدونه هم کړي، مګر په خپلو هېوادونو او نورې نړۍ کې، چې د مسلمانانو پر ضد کوم ظلمونه او تاوتريخوالی روان دی، د هغې په اړه هيڅ نه وايي.

د پېښو څارونکي وايي، چې امريکا او ګردې لويديزې نړۍ ته بشري حقونه او داسې نور شعارونه هغه مهال مهم وي، چې د دوی ګټې په کې خوندي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x