د بهرنیانو په بمبار کې د طالبانو د قومندان په شمول ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي
نن ټکی ټکی آسیا: د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د بهرنیانو او طالبانو تر منځ نښته کې څلور طالبان، د ملي اردو ۳ سرتیري او ۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د تفصیلاتو سره تیره شپه د ملي اردو عسکرو په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان پر کور برید وکړ، چي بیا وروسته د سخت مقاومت سره مخ شول، او ملي اردو د بهرنیانو څخه کومک غوښتی، چي هغو په خپل وار د قومندان پر کور بمبار کړی،
او د قومندان په ګډون يې د کور ټول غړي چي ښځي او ماشومان په کښي شامل دي، وژلي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي تیره شپه ګډو ځواکونو دقومندان معلم اصف پر کور باندي ناڅاپی برید وکړ، چی بیا د سخت مقاومت سره مخ شول، او په ترڅ کې ۳ تنه طالبان او ۷ تنه ملکي وګړي ووژل شول.
خو هغه زیاته کړې چي په دې برید کې د ګډو ځواکونو لس تنه سرتیری وژل شوي دي.
د بلي خوا د ایساف رسنیز مرکز ویلي چي دوی ته هم د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي په اړه راپورونه رسیدلی، خو دوی به د بشپړو تحقیقاتو وروسته دا خبر د مطبوعاتو سره شریک کړی، خو د خپلو تلفاتو په اړه يې هیڅ هم نه دي ویلي.