د نن سرلیکنه

د سلواغې ۲۶مه تکرارېږي؛ ایا افغانان تیار دي؟! /سرلیکنه

نن د سلواغې شپږویشتمه ده. د ۱۳۶۸ کال پر همدې ورځ د پخواني شوروي اتحاد ښکېلاکګر ځواکونه مات شول او اړ شول چې افغانستان له څه کم لس کلن ښکېلاک څخه وروسته پرېږدي. په افغانستان کې د روسي ځواکونو ماتې نه یوازې پخواني شوروي اتحاد کې د بدلونونو لامل شوه، بلکې په نړۍ کې يې هم ځینې بدلونونه رامنځ ته کړل. د ختیزې اروپا او منځنۍ اسیا هېوادونه ازاد شول، د برلین دېوال ړنګ شو او جرمنیان یو ځل بیا د یوه ملت په توګه سره یو ځای شول. د کمونیزم فکر مات شو او د نړۍ پرمخ ټولو ازادي غوښتونکو غورځنګونو ته یو زېری شو او دا ثابته شوه چې د شوروي په څېر نړیوال زبرځواکونه هم د ملتونو په مبارزو ماتېدای شي.

د روسانو د ماتې عمده لامل د افغانانو کم ساری مقاومت په ګوته کولای شو. د خلیجي او غربي هېوادونو له مرستو او ملاتړ څخه څوک سترګې نه شي پټولای؛ خو د افغان ولس بې سارې مقاومت هغه څه دي چې د شورویانو په ماتولو کې يې محوري رول ولوباوه. دلته باید یوه خبره واضح شي چې د شوروي د ماتې اصلي لامل د نورو هغو ترڅنګ د افغان مسلمان مجاهد ملت بې سارې قربانۍ او مبارزې وې. شاید ځینې دا ادعا ډېر جذباتي وګڼي او د نړیوالو په تېره د امریکا مرستې مهمې وګڼي، یا حتا ځینې د امریکا مرستې او د امریکا ګټې د جهاد نفې وګڼي!

څوک چې پر سیاست پوهېږي، هغوی ته په افغان جهاد کې د امریکا او عربي دنیا مرستې هېڅ ډول سوال نه شي راپورته کولای. دا په سیاست کې ډېره عادي او ابتدايي قاعده ده چې د دښمن د وهلو لپاره د هغه له دښمنانو سره لاس یو کړئ. افغان جهاد کې د افغانانو هدف د خپل هېواد خپلواکي او د خپلې خوښې نظام قایمول و. امریکایانو غوښتل له شورویانو څخه د ویتنام د ماتې غچ واخلي. عربي هېوادونه په تېره سعودي عربستان د امریکا په اشاره په دې جګړه کې د مجاهدینو ملاتړ وکړ. په حقیقت کې نړیواله فضا د افغان مجاهدینو په ګټه ایجاد شوې وه. دې نو د افغان مجاهدینو پر ظرفیت، اهلیت او درایت پورې اړه لرله چې څومره یې وکولای شوای چې له دغه جو او فضا څخه اعظمي استفاده وکړي.

په ډېر افسوس سره اوس وایو چې متاسفانه د سلواغې د ۲۶مې ویاړ یوازې همدې پورې منحصر پاتې شو چې روسان مات شوي بس. هغه اصلي موخه مو هېر شوې ده. د روسانو ماتې هدف نه و، بلکې زموږ د خپلواکۍ او یوه هوسا، بسیا او خپلواک افغانستان پر لور یو مهم ګام و. موږ افغانانو یې هغه مهم ګام پورته کړ؛ خو کله چې د درایت او کفایت خبره منځ ته راغله بیا پکې پاتې راغلو او تر ننه ځورېږو او کړېږو.
نن یو ځل بیا د سلواغې ۲۶مه تکرارېږي. اوس زموږ پرونی ایتلافي، امریکا له ماتې سره مخ ده. د ۲۰۱۴م کال د ډسمبر دېرشمه یې د خپل جګړه ییز ماموریت وروستی تاریخ وباله. امریکایانو کې نوره د جګړې شیمه نه وه پاتې. د اوباما له خوا د ۲۰۱۴ د مۍ میاشتې اعلان چې د ۲۰۱۶ تر وروستیو پورې به ګرد امریکايي ځواکونو له افغانستانه وځي، د سلواغې ۲۶مه بیا تکراروي.

اوس پوښتنه دا ده، چې ایا موږ د سلواغې له تېرې ۲۶مې عبرت اخیستی؟ موږ د سلواغې د ۲۶مې تکرار ته تیار یو چې له دې فرصت څخه باکفایته استفاده وکړو؟ که فرض کړو چې امریکایان سبا ووتل، موږ افغانان په تېره هغوی چې امریکایي ښکېلاک فاتحین دي، تیار یو، کومه طرحه او کوم پلان لرو چې څرنګه نظام او څنګه جوړښت به رامنځ ته کوو؟ که د دغو پوښتنو ځواب منفي وي، د سلواغې له ۲۶مې وروسته ناورین به بیا تکرار نه شي او د ډاکټر نجیب په څېر به امریکايي تالي څټي قهرمانان نه شي؟!

د سلواغې د ۲۶مې تکرار کې زموږ موثره استفاده د پورته پوښتنو په ځواب کې پرته ده. باید مسئول اړخ دغو پوښتنو ته مسئولانه ځوابونه ولري. کنه، لا هم وخت شته او فرصت لري چې د ستر فرصت نه د ښې استفادې لپاره ځان تیار کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x