نړۍ

ډنمارک کې د فرانسې سفير او کارټونيسټ له يو وسله وال بريده روغ وتلي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، سلواغې ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د ډنمارک پوليس وايي، چې پلازمېنه کوپين هيګ کې پر هغه هوټل بريد شوی، چې د بيان ازادۍ په اړه جوړ شوی و.

په دغه غونډه کې د فرانسې سفير، د سويډن هغه کارټونيسټ «لارس ولکس» چې د پيغمبر عليه السلام په شان کې يې سپکوونکی کارټون جوړ کړی و، هم ګډون درلود.

لويديزې رسنۍ وايي، چې دوو نا څرګندو بريدګرو هغه مهال پر هوټل بريد وکړ، چې د فرانسې سفير غونډې ته وينا کوله.
په دغه بريد کې يو تن وژل شوی او درې پوليس ټپيان دي.

له پېښې وروسته د فرانسې سفير «فرانسو زمنغ» په خپل ټويټر پيغام کې وويل، چې دې پېښه کې ده ته هيڅ زيان نه دی اوښتی.

رسنۍ د عيني شاهدانو له قوله وايي، چې د پاريس پر اسلام دښمنه مجلې د بريد او لاملونو په اړه غونډه روانه وه، دوو ناڅرګندو وسله والو پر غونډه ناتاره ډزې پيل کړې او شاوخوا څلويښت مرمۍ يې فاير کړې.

ويل کيږي، چې بريدګر په تېښته بريالي شوي او پوليسو يې پلټنه پيل کړې.

د يادې غونډې د موضوع په اړه سويډني کارټونيسټ په خپله رسمي ويبپاڼه کې ليکلي، چې د بيان ازدۍ لپاره بايد يو څه حدود وټاکل شي.

د يادونې وړ ده، چې لارس ولکس ۲۰۰۷م کال کې د سويډن په يوه ورځپاڼه کې د پيغمبر عليه السلام په شان کې سپکوونکي کارټونونه خپاره کړي وو او داسې هم ويل کيږي، چې دا بريد د لارس ولکس او د فرانسې پر سفير شوی دی.

پر سويډني کارټونيست ولکس له دې وړاندې هم څو ځل بريدونه شوي او وړم کال ځينو نا څرګندو کسانو د ولکس کور ته د اور اچولو هڅه کړې وه، مګر پوليسو يې مخنيوی کړی و.

دا پېښه د فرانسې په تاريخ کې يوه مهمه او درنه پېښه بلل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x