نظــر

زموږ پلرونو روسان ولې وایستل ؟

قاري حبیب

روسیه څولسیزې وړاندې د اوس په شان یوازې له اسلاو قوم څخه جوړ یو منطقوي ځواک نه و، بلکې د شوروي اتحاد په نوم له هره اړخه یو نړیوال زبرځواک و چې دری برخې آسیا او نیمه اروپا یې تشکیلوله،که په پوځي لحاظ وښیې روسیه د نړۍ له سترو اتومي قوتونو څخه وه ، په تخنیک کې دومره مخکې وه چې تر ټولو لومړی یي فضا ته انسان پورته کړ ، په سیاسي او نظریاتي لحاظ یي د نړی دهغه مهال د ترټولو جذابې مفکورې مرجعیت درلود،عملي اشتراکیت همدلته پلی شوی و او نړی ته یي له نوې سیاسي فلسفې ، نوي اقتصاد او نوي ټولنیز سکښت سره د شلمۍ پیړۍ تر ټولو ستر انقلاب وړاندې کړی و.

روسانو له افغانستان سره خورا ډیرې مرستې کولې،د ظاهرشاه او داودخان په دورو کې د افغانستان د انکشاف لنډمهالي او اوږدمهالي پلانونه تر ډیره د روسیې له مرستو اوقرضو څخه خړوبیدل،په افغانستان کې دسالنګ تونل غوندې لویې پروژې،فابریکې،د بریښنا بندونه،د معادنو استخراج ،لویې لارې او تقریبا ټول زیربنایي تاسیسات د روسانو په مرسته ، تخنیک او څارنه جوړ شوي دي.

افغانستان چې له استعماري دورې څخه د یوه فقیر هیواد په توګه راوتلی و، دا د شوروي اتحاد مرستې وې ، چې په اقتصادي، تخنیکي، پوځي او تعلیمي ډګرونو کې یي تر یوه حده د پرمختګ په لاره برابر کړ.

له افغانستان سره د روسانو دمرستو اندازه له دې هم معلومولای شئ،چې ددې هیواد د اردو ټولې وسلې،الوتکې او حتی تشکیلاتي نظام روسی ماډل و، په افغانستان کې دانجینرۍ یوازینی مستقل پوهنتون پول تخنیک روسانو جوړ کړی چې اوس هم په کې روس ماډل انجینیري تدریسیږي.

روسانو چې افغانستان ته په بیلابیلو برخو کې څومره مسلکي کدرونه روزلي شاید د نړۍ بل هیڅ هیواد نه وي روزلي ،د ظاهر شاه په څلویښت کلنه پاچاهي کې چې هر ځل افغانان له لوږې، تنګسې او د بودیجې له کسر سره مخامخ شوي همدا روسان و چې مرستې ته یي ورته رادانګل،د روسانو دغه هراړخیزې مرستې کلونه کلونه روانې وې، آبله ورځ مې د هلمند ولایت یو پخوانی مجاهد ولید، کیسه یي کوله او ویل یي چې کله مو د کمونیستانو په وخت کې نادعلي ولسوالۍ فتحه کړه، نو یوازې په یوه کرهڼیز کوپراتیف کې مو ۳۵ روسي تراکتورونه او دزراعت نور تجیهزات ونیول ، د افغانستان د زراعت د ودې لپاره د کوپراتیفونو سیستم روسانو جوړ کړی و، دا یوازې دنادعلي ولسوالۍ نه وه بلکې له هرې ولسوالۍ سره دوی همداسې مرستې کولې ، بلکې دا لا ویلی شو چې دروسانو مرستې دامریکایانو غوندې هسې ددروغو او تیرایستلو بیارغونه نه وه ، بلکې هغوی انکشافي کارونه په ډیر پاخه ډول انجامول، چې اکثره ترسره شوې پروژې یي اوس هم پرځای دې او افغانانو ته یي ګټه رسیږي .

مګر آیا کله مو له ځانه سره دا پوښتنه راپورته کړې ، چې له دومره پراخو مرستو، اویاکلنې ثابتې دوستۍ،ګاونډیتوب او هراړخیز کومک سره سره ولې زموږ پلرونو په روسانو او دهغوی په ملګرو پسې ټوپکونه راواخیستل او تر هغو یي وډزول تر څو یي له کوپراتیفونو ، تعاوني صندوقونو او د مرستې له کوپونونو سره یوځای د آمو له سیند څخه واړول ؟؟

د ختیځي اروپا او منځنۍ اسیا غوندې کوم هیوادونه چې د روسانو د مرستو قدرداني یي کړې او هغوی ته یې په خپلو هیوادونو کې د کارکولو فرصت ورکړی دی، نن سبا د افغانستان په نسبت خورا ودان دي،ښارونه یي روښانه او حتی کلي یې منسجم او منظم دي، مګر زموږ پلرونو چې همیشه یي د روس د مرستو په غنمو شخوند وهلی وو، همیشه یي له کوپونو څخه کومک ترلاسه کړی و او دایي هم لیدل چې روس یي د نړۍ په سطحه یو داسې ځواکمن ملګری کیدای شي چې همیشه یي په ملګرتیا ډاډمن واوسي ، آیا پوهیږئ چې ولې یي له دغه زبرځواک سره د دوستۍ تار وشکاوو او د مرستو په عوض یي ورته د کرکې غبرګون وړاندې کړ ؟؟

ددې پوښتنې لنډ ځواب دادی چې : زموږ پلرونو نه غوښتل چې مادي رغونه ، انکشاف، مړښت او پرمختګ د معنوي ورانۍ،فقر ، پسماندګي او شکست په بیه ومني .

روس موږ ته سرک جوړاوو ، خو مسجد یي رانه اخیست ، پول تخنیک یي راته جوړاوو خو پل خشتي یي راته د سمرقند دتاریخي مساجدو غوندې په ګله یي حمام بدلاوو، تعاوني صندوق یي راته جوړاوو، خو د زکات کلتور یي رانه هیراوو، ماسکو او سنت پیترزبورګ ته یې په بورس بیولو ، خو مکې او مدینې ته زموږ عقیدوي سفر یي راته غیراقتصادي او بیهوده تبلیغاوو.

هو کې ، روسانو موږ ته د سروبي او لته بند له بریښنا کوټونو پلازمینه روښانوله، خو زما د کابلي ځوانانو په سینو کې یي د ایمان رڼا د تل لپاره وژله ،مطلب دا چې د روس د هرې مادي مرستې په مقابل کې زموږ اولس اړ و چې یو معنوي زیان ومني.

که زموږ اولس یوازې په مادیت ایمان درلودای او معنویت یا دین یي په رسمیت نه پیژندلای، نو د نه بایلات له امله یي شاید د روس بلاعوضه مرستې منلې وای، مګر داچې روس په موږ کې معنویت واژه ، زموږ ځوانان یي دالله تعالی له وجود څخه منکر کړل،زموږ د مطبوعاتو په پاڼو یي د پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم په ځای لنین لعین ته درودونه رواج کړل تردې چې زموږ راتلونکی نسل یي د منځنۍ اسیا د اولسونو غوندې له عملي اسلام څخه د پردیتوب له خطر سره مخامخ کړ، زموږ پلرونه اړ و چې د معنویت د خوندیتوب لپاره په مادي مرستندویو پسې ټوپک راواخلي .

خلک وایي ګټه په تاوان کیږي، زموږ پلرونو په دنیوي نظر تاوان ته ملاتړلې وه، د یوه لوی مرستندوی د مرستې لاس یي له ځانه قطع کړ او په سخت جنګ کې یي درانه تلفات هم وزغمل ، مګر یوه لویه ګټه یي وکړه او هغه داچې د څوارلس کلنو مشقاتو په عوض یي خپل اولس ته د تل لپاره له کمونیستی ګمراهۍ څخه نجات ورکړ.

که زموږ پلرونو دغه ابتکار نه وای کړی اوس به موږ او تاسو هم د ترکمنستانيانو غوندې په څلویښت کلنۍ کې یا له تقاعد نه وروسته په لمانځه دریدلو، اوس به موږ او تاسو ته هم د سمرقندیانو غوندې په سپینه ږیره کلمې زده کولې،اوس به د دوشنبې غوندې زموږ د ښارونو مساجد، هدیرې او متبرکه ځایونه هم سرکارۍ شوي او د نڅاکلبونه ، حمامونه او سینماګانې به په کې جوړې وې .

او لنډه دا چې که زما پلار له روس سره نه وای جنګیدلی اوس به ما دغه مقاله د عربي رسم الخط په ځای په روسي حروفو درته لیکله او زما نوم به هم د حبیب الله په ځای چرنینکو حبیبوف و .

نن سبا امریکایان د روسانو په رول کې دي او له افغانستان سره مرستې کوي، د امریکایانو مرستې ډيرې برسیرنې،نمایشي او له منافقته ډکې دي، ددوی لویه مرسته دکندهار – کابل د لارې جوړول و چې اوس په کې لوی لوی جرونه تیر شوي او دپاخه سرک نوعیت له خام څخه بدتر شوی دی . په هرحال

نن سبا هم دا پوښتنې راپورته کیږي چې مجاهدین ولې دامریکایي مرستندویانو او دهغوی د محلي ملګرو په خلاف جهاد کوي، دغو پوښتونکو ته دا یوډول لیونتوب ښکاري چې څوک دي په مرستندوی ډز وکړي او دخپل کور ودانوونکی دي وشړي .

دغه ښاغلو ته به ووایو چې کیسه هماغه زړه په زړه ده ، امریکایان هم د روسانو غوندې له موږ سره نمایشی مادي مرستې کوي، خو په واقعي ډول مو د دیانت او معنویت نوغې باسي ، امریکایان به تاته د کال پنځه ملیارده ډالره مرسته چې ترنیمایي ډیره یي بیرته په مختلفو لارو امریکا ته ګرځي درکړي، خو شرط به په کې دا وي چې ته به عملا او اعتقادا د محمدي اسلام په ځای امریکایي اسلام منې، هغه اسلام چې له غربي بي دینه فکر او فلسفې سره د انطباق صلاحیت په کې شته او د رنډ کارپوریشن لخوا یي پنج بناوې ډیزاین شوي دي .

دوی په تا هغه اسلام مني، چې جهاد، حدود، حجاب،الهي مرجعیت ،ددین حاکمیت او د شریعت نفاذ په کې نشته ، په دې ډول اسلام کې به ته یوازې دې ته خوشاله وې چې سهار په راډیو کې د قران کریم څو آیتونه ولوستل شو بس همدا کفایت کوي او نور دې نه څوک داسلام نوم اخلي او نه دې ورباندې عمل کیږي .

هغه څوک چې یوازې په مادیت باور لري ، هغوی شاید دامریکا مرستې په دې درنه بیه ومني، خو هغوی چې ځانونه مکلف او د مادیت په ځای معنویت ته ژمن بولي هغه به هیڅکله د نمایشي مرستو په ځای واقعي زیان قبول نه کړي او په هرډول شرایطو کې به کوښښ وکړي چې د اسلام وطن د کفر له خطراتو محفوظ کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

یاره کی مونږ افغانان په دی پوهیدو چی سیاف- ربانی- مسعود او د هغی ډیر اوباشان- اسمعیل او داسی نور پرو مونږ حاکم کیدل نو مونږ په خپلو پلرونو ته ویلی وو چی روسان د افغانستان نه مه وباسی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x