افغانستان

په روانه میلادي میاشت کې د بهرنیانو د مرګونو شمیر ۷۷ تنو ته پورته سو

injured_in_kandahar_bomb_blastنن ټکی آسیا: د افغانستان په جنوبي برخه کې تیره ورځ د بهرنیو ځواکونو څلور سرتیري ووژل شول.

دا خبر د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر په دوو جلا جلا خبرپاڼو کې چي یوه یې تیره ورځ ناوخته او یوه يې نن خپره کړه وویل.

په لومړی خبرپاڼه کې راغلي چي تیره د افغانستان په جنوب کې د جلا جلا چاودنو له کبله د ایساف ۳ سرتیري ووژل شول.

په یوه بله خبرپاڼه کې چي نن خپره شوې ویل شوي چي تیره ورځ د افغانستان په جنوبي برخه کې د مخالفینو د وسلوال برید په ترڅ کې د ایساف یو تن سرتیری ووژل شو.

باید وویل شي چي د رواني میلادي میاشتي اګست کې تر اوسه بهرنیانو خپل ۷۷ عسکر وژل شوي منلي دي، چي دیرش عسکر يې یوازي د یوې الوتکې د رالویدلو په یوه پيښه کې وژل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x