نړۍ

د الجزيرې کاناډايي خبريال: کاناډا يې د خلاصون په اړه هڅې نه دي کړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، سلواغې ۲۶مه ۱۳۹۳ل): انډيپينډينټ برتانوي ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې د الجزيرې تلويزون مصري الاصله کاناډايي ژورناليست محمد فهمي سره مرکه کړې او نوموړی له خپل هېواد کاناډا څخه په دې ګيله من دی، چې د ده په خلاصون کې يې د پام وړ همکاري نه ده کړې.

محمد فهمي د انډيپينډينټ خبريال روبرټ فيسک سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې د مصر واکمن له څلور سوو ورځو بند وروسته دی، په دې شرط پرېښی، چې له مصري تابعيته به تېريږي او ده د خپل ځان د خلاصون لپاره د مصري چارواکو دا شرط منلی، مګر کاناډا د ده د خلاصون په موخه پام وړ توجه نه کوي.

ښاغلي فهمي وويل، چې دی او دوه نور ملګري يې د دوو قوتونو د سياسي ګټو قربانيان شول.

«زه، زما استراليايي ملګری پيټر ګريسټ او مصري باهر محمد د دوو قوتونو يو پلو ترکيې او قطر، چې د اخوان المسلمين په پلوۍ تورن دي او بل پلو مصر، سعودي عربستان او امارات دي، د ګټو او سياستونو قربانيان شوو.»

ښاغلي فهمي د خپلو خبرو په ترڅ کې په کاناډا نيوکه وکړه، چې دی د دغه هېواد تابعيت لري، مګر هېواد يې د ده د خلاصون په موخه پام وړ هڅې ونه کړې او په دې اړه يې د خپل استراليايي همکار پيټر ګريسټ يادونه وکړه، چې د استراليا لومړي وزير ټوني ايبټ يې د خلاصون په موخه نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې او نوموړی يې دوه اونۍ وړاندې له بنده خوشې کړ، مګر د کاناډا لومړي وزير سټيفن هاربر له دې امله د ده د خلاصون لپاره هڅې ونه کړې، چې مصري تابيعت يې هم درلود.

«د مصر له زندانه د خلاصون په موخه له مصري تابعيته تېر شوم، مګر کاناډا اوس هم ما ته توجه نه کوي او تر اوسه يې خپل هېواد ته د لېږلو لپاره ماسره اړيکه نه ده نيولې.»

محمد فهمي پر الجزير تلويزون هم نيوکې وکړې، چې د بند پر مهال يې د د دوی لپاره وړ مدافع وکيلان نه وو نيولي او که ورور يې نه وای راغلی، نو ده به دوه ورځې نورې هم په زندان کې تېرولې؛ ځکه چې الجزيرې مصري حکومت ته هغه پيسې نه دي ورکړي، چې له بنده د خلاصون لپاره ترې مصري حکومت غوښتې وې او ورور يې ۲۵۰ زره مصري جنيه حکومت ته ورکړې.

د الجزيرې درې ژورناليستان استراليايي پيټر ګريسټ، مصرالاصله کاناډايي محمد فهمي او مصری ژورناليست باهر محمد مصر کې د منتخب ولسمشر محمد مرسي پر ضد له پوځي کودتا وروسته د اخوان الملسمين او ترهګرو د پلوۍ په تور بنديان وو.

پيټر ګريسټ دوه اونۍ وړاندې د خپل هېواد په هڅو ازاد شو، محمد فهمي په دې شرط پرېښودل شوی، چې له مصري تابعيته به تېريږي او د باهر محمد راتلونکی لا هم نا څرګند دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x