نظــر

د سلواغې له شپږویشتمې څه زده کړو؟

سلام خان حقمل

د شوروي د یرغل پیل لویدیځي نړۍ ته دخپل سیال د ماتولو موقع په لاس ورکړه، امریکا له روسیې د ویتنام غچ اخیست او ورسره جوخت يې په نړۍ کې ځان ته ځای خالي کړ، پاکستان زموږ په سر د اخیستونکو مرستو له برکته په پښو ودرید او موږ هم د بې درېغه قربانۍ په بدل کې خپله خاوره ازاده کړه.

په موږ  کې دا عادت خورا زورور دی چې د اصولو پر ځای په شخصیتونو پسې تللي یو او ډېر کله که د شخصیت له خوا ټاکل شوي اصول تر پښو لاندې شوي هم وي، دلایل ورته تراشو ځکه چې د اصولو چندان په کیسه کې نه یوو، د تېر جهاد له پای سره جوخت د همدې خلکو چې له روسي ښکېلاکګرو سره په جهاد بوخت و، پخپلو منځو کې خونړۍ نښتې وکړي، په خپل منځي جګړو کې د ښکېلو مشرانو پلویانو به هر یو د خپل مشر د سپینې پرېښتې ښوودلو لپاره دلایل سره غوټه کول، که هر څه يې وبولو خو په دې ټول یوه خوله دي چې له شوروي سره له مقدس جهاد وروسته خپل منځي شخړو د ولس ځینو غښتلیو باورونو ته زیان ورساوه.

هغوی چې په هماغو شېبو کې يې له خپل مخالف لوري سره هر ډول جوړ جاړی سوچ کفر باله، نن ورسره د یو بل کفر په منځګړیتوب غاړه غړۍ دي او خپل پخواني ټول دلایل يې له خپلو پلویانو سره هېر کړي دي.

اوس چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ښکېلاک په ګونډو دی، د جګړې ښکېلې افغان غاړې باید دې ته پام وکړي چې په لوی لاس تېر تاریخ بیا تکرار نه شي، د ګاونډیو هېوادونو په ګډون ډېرو کړیو همدې شېبې ته سترګې نیولې، چې څنګه د نړیوال یرغل په وړاندې روان مقاومت بې اثره او بې اهمیته وښيي، طالبان باید دا ثابته کړي چې د دوی دا مبارزه د یو وشحت له منځه وړلو لپاره وه او دیو وحشت له منځه وړلو وروسته به دوی د بل وحشت عامل نه کېږي.

د دې لپاره باید دوی د ګاونډیانو په ګډون د نړۍ دښمنو کړیو کړنو ته ځير وي، د یرغلګرو له وتلو وروسته باید د یرغلګرو له داخلي ملاتړو سره د اسلامي شریعت په رڼا کې چلند وشي، دوی باید د خپلې ویاړلې مبارزې په پای کې خدای مه کړه دا ونه کړي چې د کفر له وحشي ملاتړي سره د خبرو په پلمه د هغو ځوانانو له وینو سره جفا وکړي چې د سوچه اسلامي نظام د حاکمیت لپاره يې تر خپلې سینې باروت را وګرځول او هډوکي يې په لوګیو کې ورک شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x