افغانستان

افغانستان: دسالنګ تونل دبیا جوړونی کار به په دوو اونیو کي مکمل شي

(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۲۶)چاریکار: دافغانستان دفواید عامی مرستیال وزیر خبریالانوته دخپلي وینا پرمهال وویل دکابل په شمال کی دروسانو په مرسته جوړشوی تونل دبیاجوړوني کارپه سلوکي اویا بشپړشوی دي اوباقي پاته کاربه یی راتلونکو دوو اونيو کی پای ته ورسیږي.

احمدشاه واحد له ټونل څخه دلیدلو پروخت وویل چي دټونل له ترمیم سره سره به ۳.۸ کیلومټره سړک هم په اساسي توګه جوړشي.

اوهمدارنګه دبریښنا اوهوا کاریی هم پای ته رسیدلي دي اورا تلونکو دوو اونیو کي به دتونل دمرکزګرمي کارهم پای ته ورسیږی، دتونل دبیا جوړوني پرکارباندي ۵ ملیونه امریکایی ډالره مصرف راغلي دي چي دامریکا دنړیوالي بیاجوړوني اداري له لوری څخه ورکول شوی دي.

جنرل رجب چي په سیمه کی دلارو دساتني اومراقبت دنده په غاړه لري رسنیو ته ویلي پرسالنګ باندي له روان کارڅخه ډاډه یم، خونوموړي دواوري دپاکولو دماشین الاتو دنه موجودیت په اړه له اړونده چارواکو څخه شکایت وکړ، نوموړي زیاته کړه دسالنګ له ټونل څخه هره ورځ ۱۸۰۰۰ زره موټري تیریږي او اوسني کارچي شوی دي یواځي دوه زره موټری کولي شي چي په ورځ کی له دغه ټونل څخه تیري شي، جنرل رجب هیله وښوده چي دبیا جوړوني په دوهم پړاوکي به دزیاتومورټرو دتیریدو لپاره تونل نورهم پراخ شي.

نوموړي زیاته کړه په نژدي راتلونکي دافغانستان دبیا جوړوني وزارت په پلان کی لري چي ټونل باندي بیا کارپیل کړی، خونوموړي ددوهم پړاو دکارپه اړه کومه خاصه نیټه ونه ښوده.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x