له هېک کېدو وروسته د اماراتو او ابوظبۍ تلويزون پر ويبپاڼو د اسلامي دولت په پلوۍ شعارونه تر سترګو کيږي

اسلامي دولت د اماراتو ورځپاڼې او ابوظبۍ تلويزون ويبپاڼې هيک کړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، سلواغې ۲۶مه ۱۳۹۳ل): اسلامي دولت د متحده عربي اماراتو د وتلې ورځپاڼې «الاتحاد» او ابوظبۍ تلويزون ويبپاڼې هيک کړي او تر څو ساعتونو لپاره دغه دواړه ويبپاڼې د اسلامي دولت په کنټرول کې وې او خبرونه يې ځنډېدلي وو.

الاتحاد ورځپاڼې په خپل ټويټر پيغام کې د ويبپاڼو هيک کېدل منلي او زياته کړې يې ده، چې تخنيکي ټيم تر ډېره د ويبپاڼو په بيا رغولو کې بريالۍ شوي او ډېر ژر به خپلې خپرونې پيل کړي.

سره له دې، چې تر اوسه هيڅ ډلې د د دغو ويبپاڼو د هيک کولو مسؤوليت نه دی منلی، مګر له هيک کېدو وروسته پر دغو ويبپاڼو د اسلامي دولت پلوۍ خبرونه خپاره شوي دي.

داسې هم ويل کيږي، چې کېدای شي، دا کار د اسلامي ځينو پلويانو کړی وي.

له دې وړاندې هم اسلامي دولت د امريکايي مجلې نيوزويک او دفاع وزارت «پينټاګون» ويبپاڼې هيک کړې وې او خپل پيغامونه او لګو پرې لګولې وې.

هغه مهال اسلامي دولت اعلان کړی و، چې دوی د پينټاګون ويبپاڼې د هېک کولو په مرسته د امريکايي جنرالانو، نومونه، ايمېلونه او شخصي ادرسونه تر لاسه کړي دي.

اسلامي دولت د نظامي جګړې تر څنګ په تخنيکي برخه کې هم امريکا او ايتلافيانو لپاره يې ستر سرخوږی دی او څو څو ځل يې د امريکا، فرانسې، لندن او ګڼو نورو هېوادونو رسنيزې او دولتي ويبپاڼې هيک کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د