
طالبان: د اوسني یرغل ملاتړي به د روسي یرغل د ملاتړو په څېر ټيټې سترګې وي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د روسي ښکېلاک د ماتې د شپږ ویشتم کالیزې په مناسبت په خپره کړې اعلاميه کې افغان ولس ته د دې بریا د مبارکي تر څنګ ویلي چې د اوسني یرغل افغان ملاتړي به د روسي ښکېلاک د ملګرو په څېر د افغان ولس په وړاندې ټیټې سترګې ولاړ وي.
طالبانو پخپله اعلامیه کې ويلي چې «موږ په داسې حال کې چې د پخواني شوروي اتحاد دوحشي لښکرو د ماتې د ورځې په مناسبت خپل مسلمان، مجاهد اوغیرتي ولس ته مبارکي وايو، اوسنيو يرغلګرو امریکایانو او د هغو کورنیو مزدورانوته هم ورپه زړه کوو چې افغانستان لاهم د امپراطوریو د هدېرې په توګه هر سرکښه او تيري ګر ته دمناسب ځواب ورکولو توان لري.»
د طالبانو د دې اعلامیې یوه کاپي نن ټکی اسیا ته هم رسېدلي، چې د موضوع د ارزښت له مخې يې درته کټ – مټ خپروو:
له هيواد څخه د شوروي اشغالګرو ځواکونو د شړلو د (۲۶) کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه
له نن څخه شپږ ويشت کاله وړاندې (د ۱۳۶۷ لمريز کال د دلوې په ۲۶ مه) د پخواني شوروي اتحاد داشغالګرو ځواکونو دماتې ورځ ده، په دې ورځ شوروي سرو لښکرو زموږ په هېواد کې له لس کلن کرغیړن حضور څخه وروسته په ټيټ سر ماتې وخوړه او خپل ټول عسکر يې زموږ له خاورې څخه وايستل.
شوروي اشغالګر ځواکونه چې د هيواد ديو شمير ناخلفو اوسیدونکو په بلنه او ملاتړ يې د افغانستان په پاکه خاوره او حریم تېری کړی وو، په داسې حال کې له افغانستان څخه وشړل شول چې نه تنها افغانستان يې هضم نشو کړای بلکې په زرهاوو عسکر يي ووژل شول، په لسهاوو زره ټپيان شول، اقتصاد يي برباد شو، نظامي روحيه يې وځپل شوه او د شوروي په نوم لویه امپراطورۍ يې هم له لاسه ورکړه.
موږ په داسې حال کې چې د پخواني شوروي اتحاد دوحشي لښکرو د ماتې د ورځې په مناسبت خپل مسلمان، مجاهد اوغیرتي ولس ته مبارکي وايو، اوسنيو يرغلګرو امریکایانو او د هغو کورنیو مزدورانوته هم ورپه زړه کوو چې افغانستان لاهم د امپراطوریو د هدېرې په توګه هر سرکښه او تيري ګر ته دمناسب ځواب ورکولو توان لري، په همدې دليل لرې نه ده چې لکه پخوانی کمونيستې بلاک نننی امریکايي شرير استعمار هم د هلاکت کندې ته وغورځوي او خپل دين، هېواد او خلکوته د دغه تور ښارمار له ستوني څخه نجات ورکړي.
په تاريخي لحاظ افغانستان د هرې سرکشې امپراطوري دزوال سبب ګرځيدلی، له امریکايانو پخوا ترهغو قوي او مجهز ځواکونه چې د اوسیدو سیمه يې هم زموږ په ګاونډ کې وه، په دې هيوادکې په ناامیدۍ سره مات شوي او تر ننه پورې خپل زیانونه نشي جبیره کولای .
په ظاهره خو امریکایانو خپله ماتې اعلان کړې او ۲۰۱۴م کال يې د خپلې ماتې کال بللې، خو افغانان به ترهغو پورې په خپله خاوره کې د هر ډول امریکايي موجوديت پر خلاف خپل ویاړلي جهاد او مبارزې ته دوام ورکوي چې په ريښتونی معنا ټول اشغالګر نظامي ځواکونه زموږ له خاورې څخه ووځي، او افغانان د خپلې روښانه راتلونکي لپاره دخپلو ديني اصولو او معتقداتو په چوکاټ کې د سوچه اسلامي نظام لرونکي شي.
موږ باوري یو چې هغه افغانما ځيره خواره چې نن د امریکايي اشغالګرو په څنګ کې ولاړ دي او د پخوانيو کمونستانو له شرمیدلي او ذليل برخلیک څخه يې هيڅ عبرت نه ده اخيستي، ډير ژربه پخپلو کړونو پيښيمانه شي او د افغان مظوم ولس په مخکې به په ټيټو سترګو دخپلو څوارلس کلنو جنایاتو په اړه ځواب ووايي. ان شاءالله
د افغانستان اسلامي امارت
۲۶/۴/۱۴۳۶هـ ق
۲۶/۱۱/۱۳۹۳هـ ش ــ
2015/2/15م