افغانستان

اسدالله خالد دسهيلي حوزي لپاره دامنيتي مسئول په توګه وټاکل سو

(نن ټکی اسیا ۲۰۱۱/۲۵) کابل: د قومونو، قبايلو او سرحداتو وزير او د امنيت شورا غړى اسد الله خالد چي د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر حامد کرزي په ځانګړي فرمان د سهيلي حوزي لپاره د امنيتي مسؤل په توګه ټاکل سوى نن د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي دکندهار والي لخوا امنيتي مسؤلينو ته ور وپيژندل سو. کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا نوي امنيتي مسؤل ته ښه راغلاست او مبارکي وويل

او هغه ته يي په کندهار کي د ورسپارل سوي وظيفي د برياليتوب هيله وکړه. د قومونو، قبايلو او سرحداتو وزير خپله له مطبوعاتو سره په خبرو کي وويل (( زه ډير خوشحاله يم چي يو ځل مي بيا د ولسمشر او کندهاريانو باور تر لاسه کړى او دلته د خدمت کولو په موخه راستنيږم، زه به په سهيلي حوزه کي د ټولو افغان او بهرنيو ځواکونو مشري پر غاړه ولرم او هدف دادى څو دلته د يوي ښي همږغۍ په پايله کي امنيتي حات ډاډمن او دا حوزه ارامه سي)). نوموړي وويل چي د امنيتي حالت سمون يي لومړيتوب دى او په وينا يي هرکله چي امنيتي حالت ډاډمن سي، پرمختيايي چاري، اقتصادي چاري او تعليم وتربيه خپله پرمختګ کوي او دا حالت هغه وخت ښه کيداى سي چي دلته يوه ښه هماهنګي موجوده و اوسي چي د راوستلو لپاره به يي زيات کوښښونه وکړم.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x