
ډاکټر عبد الله د سیاسي سیالي تر څنګ قومي تعصب هم پیل کړ
نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت د اجرايوي ریاست رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د تاجیک قومي متعصبینو په څېر د «افغان» منل شوې کلمې پر ځای د «افغانستاني» اصطلاح کاروي.
نوموړي پخپله هغه اعلامیه کې چې پرون شنبه – سلواغې ۲۵مه – یې د ایران چارواکو ته د اسلامي انقلاب د بریا په پلمه لېږلې په مکرر ډول يې د افغانستاني اصطلاح کارولې، نوموړي په پرلپسې د «افغانستاني مهاجرینو» او «افغانستاني ملت » په نامه افغانان نومولي.
ډاکټر عبدالله عبدالله په ټاکنیزو ناندریو کې خپل بل سیال اشرف غني د یوې ډلې نوماند باله او ویل به يې چې نوموړی د جمعیت نوماند دی.
د ګډ حکومت له پیل سره جوخت په نویو برېښنايي تذکرو کې د «افغان» کلمې د لیکلو یا نه لیکو پرسر ناندرۍ راپورته شوې، چې ډېری قومي متعصبینو دا کلمه یوازې په «پښتون» قوم اطلاق بلله او ځانونه يې افغان نه؛ بلکې «افغانستاني» بلل.
قومي متعصبین پر دې ټینګار کوي، چې د افغان کلمه په یوه قوم اطلاق کېږي، چې په ملي سطحه استعمال يې له دوی سره خیانت دی، ځکه خو دوی ځان ته د «افغانستاني » ترکیب ټاکي، چې یواځې د افغانستان په جغرافيوي ساحه کې د اوسېدو په خاطر يې خوښ کړی دی.
ډاکټر عبدالله عبدالله چې اوس ځان د ټول ملت اجرايوي رییس بولي او په تېرو ټاکنو کې يې د ټول هېواد د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند کړی و، پخپلو رسمي بیانونو کې د افغان پر ځای د افغانستاني پلوی دی.
د موجوده اساسي قانون د څلورمې مادې په څلورم بند کې راغلي: «د افغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کېږي.» خو د ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډون يې ډېری قومي متعصبین نه مني او دا کلمه په یو ځانګړي قوم اطلاق کېدونکې بولي.
دا په داسې حال کې دی چې د ګډ حکومت بل مشر اشرف غني، خپل قومي تخلص هم له ځانه لرې کړ او د اشرف غني احمدزي پر ځای يې اشرف غني خپل رسمي نوم وټاکه.
دا په دی خاطر چی دی هم پشتون دی. خو اوس تاجکانو ملیت ته سه پارچه شوی
داخو یو رختیا او روشانه خبره ده چه افغان د پختون معنی لری
دا خاوره ده افغانانو دی نه خاوره مونږ ته تاجکستان راکړی دی نه اذبکستان راکړی نه ترکمنستانو راکړی دی دا خاوره مونږ په خپلو وینو پر مټ ساتلی دی او ده هر چا خپل کورنی او ده وینی رګ معلوم دی
محترمو ملگرو تول د آمریکا او نورو غربی هیوادونو پلان دی د پشتون قوم د بربادی هیس کوم بل هیواد نشی کولای چی پشتون افعان ته زیان ورسوی بیله دغو بی هویتو داخلی خرس شوی وطن فروشانو نو د پشتون قوم ته زیان رسول آسانه کار ندی که اتحاد ولرو بیله شکه که اتحاد اتفاق ونلرو نو لری به نه وی چی افغانستان توته توته شی او پشتون قوم د همیش لپاره هیر پاته شی او تول تاریخ به یی له مینزه ولار شی. زه د یو کلک پشتون افغان په صفت له تولو پشتنو افغانانو نه دا هیله لرم… نور لوستل »
زما یوه وره غشتنه داده چه یو طرفه راپورونو لخپرولو سخ دده وکری.