افغانستان

دترافیکي پیښو له امله په تیرو څلورو میاشتو کې نژدې ۳زره کسان مړه او ژوبل شوي

bus_accidents_in_Afghanistan(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۲۵) په كندهار او نژدې ولايتونو كې تر بل هر وخت ترافيكي پيښې زياتي شوي او په سلګونو كسانو ته يي مرګ ژوبله اړولي ده . دكندهار روغتيايي چارواكي وايي چې په تيرو دريو مياشتو كې څه كم درې زره تنه چې د ترافيكي پيښو له امله مړه شوي او ټپي شوي دي د ځان سره ثبت كړي دي. روغتيايي چارواكي وايي چې ددې پيښو د زياتوالي له امله په روغتون كې ناروغان ډير شوي او دوى يي د ستونزو سره مخ كړي .

په كندهار كې وروسته تر هغه د ترافيكو پيښو له امله د ټپي شويو او وژل شويو كسانو په شمير كې زياتوالى راغلى كله چي څو ورځې مخكي د كندهار په دامان ولسوالۍ كې د يوه مسافر وړونكي بس د چپه كيدو له امله ۶۱ تنه مړه او ټپيان شوي وو . د كندهار د میرویس روغتون سرطبیب ډاکټر محمد قاسم نن ټکی اسیا  ته وویل چې د تيرو څلورو مياشتو په ترڅ كې ميرويس روغتون ته تر ۲۷۰۰ تنه زيات داسې كسان چې په ترافيكې پيښو كې يي وژل شوي او ټپي شوي وو ور وړل شوي دي . د قاسم په وينا چې ددې پيښو د زياتوالي له امله يې ناروغان زيات شوي دي او د دوۍ په كارونو كې يې ځينې ستونزې پيښې كړي او د نورو ناروغانو درملنه په ځنډ سره كيږي . ښاغلي ډاکټر قاسم پر ترافيكي مسوولينو ږغ كوي چې د ترافيكي پيښو د كنټرول او راكمولو دپاره لاس په كار شي. دكندهار د ترافيكو مدير سمونوال محمدالله خان وايي چي د خپلې دندې سره سم يې د ترافيكي نظم دپاره كار كړى دى خو بيا هم ځينې داسې پيښې وي چې د موټرچلوونكي د بې غورۍ له امله رامنځ ته كيږي . هغه پر موټرچلوونكو غږكوي چې له احتياط څخه كار واخلي او ترافيكي اصول مراعت كړي. عام ښاريان په دي برخه كي دولتي اړوند مسوولين ګرم بولي او وايي چې د ترانسپورټي اتحاديو دپاره لايحه نه لري او د ځينو خونړيو پيښو په رامنځته كيدو سره ترانسپورټي شركتونه ته سزا هم نه وركوي. په كندهار كې وروسته تر هغه د ترافيكي پيښو په اړه انديښنې زياتي شوي چې په دې وروستيو كې د ۳۰۳ ډوله موټرونو د چپه كيدو له امله سلګونه كسان ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شو .

نن ټکی ا سیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x